
ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش
په ګډ ژوند کې پرمېرمنو دا تور دی، چې زیات غږیږي، بې حسابه فرمایشات کوي، نازونه خو یې حق ګڼل کیږي.
د ګډ ژوند متخصصینو ۴ جملې مېرمنو ته توصیه کړي، چې په ترټولو بدو شرایطو کې یې هم باید د خپل ژوند ملګرو ته ونه کاروي.
د دوی په باور، نارینه هیڅکله د دې خبرو د اوریدو او هېرولو تاب نه لري.
وایي که کومې مېرمنې له دې خبرو یوه هم د خپل ژوند ملګري ته کارولې وه، ابداً به یې د ژوند ملګري نه هېرنه شي.
دا څلور جملې له دروغ نه ویلو، وفادارۍ، درناوي او نورو عمومي اصولو څخه جلا مهمې جملې دي، چې د ژوند ملګري له مېرمنو څخه متنفر کولای شي.
دلته به هرې جملې ته لنډه کتنه وکړو:
مور نه دې کرکه لرم!
مېرمنه که هرڅومره د ژوند ملګري ته ګرانه وي، خو واقعیت دا دی چې د ترټولو بد مور ځای یې نه شي نیولای.
د مور او اولاد رابطه د نړۍ ترټولو حساسه او نه تمامیدونکې رابطه ده.
مېرمنې که غواړي هیڅکله یې د ژوند ملګری خپه او متنفر ترې نه شي، نه باید د مور په اړه یې داسې کومه خبره وکړي.
د مور ترڅنګ د پلار یا کورنۍ د نورو غړو په اړه هم تر ډېره د ژوند ملګري حساس دي، چې مېرمنې باید احتیاط ورسره وکړي.
خو د مور یادونه مو ځکه وکړه، چې ترډېره په افغاني ټولنه کې د خواښې او اینګور اړیکې ترینګلې وي او اینګورانې ترډېره له خپلو خواښو څخه خوابدې او متنفره دي.
په واده دې پښېمانه یمه!
ګډ ژوند طبیعي ده، چې زیاتې لوړې ـ ژورې لري. ځینې وخت کیدای شي د ګډ ژوند اړیکه ډېره ترینګلې او خرابه شي، خو په ه هیڅ وخت کې مېرمنه باید د ژوند ملګري ته ونه وایي، چې په واده کولو ورسره پښېمانه ده.
هغه هلک را باندې جرګې کولې
طبیعي ده، چې هرې نجلۍ به ګڼ غوښتونکي یا جرګې لرلې وي، خو تر واده وروسته هیڅ کومې نجلۍ ته نه ده په کار، چې د ژوند ملګري ته یې د کوم جرګه مار یادونه وکړي.
دا خبره یادول په دې مانا ده، چې ګواکې دا نجلۍ یا مېرمنه اوس هم د هغه هلک په اړه کوم خاص احساس لري، یا یې د ګډ ژوند په ارمان ده.
مېرمنې باید په یاد ولري، چې اوس واده شوي، ګډ ژوند او ملګری یې معلوم دی.
مخکینی غوښتونکی مې مالداره و!
دا خبره هم د ژوند په ملګري خورا بده لګیږي. که کومه مېرمنه د ژوند ملګري ته یې ووایي، چې کوم بل خواستګار یا جرګه کوونکی یې ډېرمالداره و، دا په یو ډول د ژوند ملګري ته د غریبۍ پېغور ورکول دي.
د ژوند ملګری به مو دا پېغور هیڅکله له زړه ونه باسي او ابداً به در ته د یوې مادیت پرستې ښځې په سترګه وګوري.