نړيوال روغتيايي سازمان؛ د کورونا وایروس ودې د وروستۍ اونۍ په لړ کې ريکارډ ټينګ کړ

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
ژباړه: عایشه حیدري

تېره اونۍ په کورونا وایروس د اخته کسانو شمېر په ټوله نړۍ کې نږدې ۴ میلیونو کسانو ته ورسید.
د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د روغتیا نړيوال سازمان (WHO)، د چهارشنبې په شپه اعلان وکړ، چې د کورونا وایروس له امله د مړينې شمېر له ۵۹ زره کسانو څخه واوښت.
د روغتيا نړيوال سازمان د اطلاعاتو پر بنسټ، د نوامبر له ۸مې څخه تر ۱۵مې پورې په ټوله نړۍ کې ۳.۹۷۷.۲۲۳ د کورونا تازه پېښې او ۵۹۶۹۹ تنو مړینه ثبت شوې دي.
دواړه شمېرې د تېرو اوو ورځو په پرتله، کله چې ۳۶۹۵۴۹۵ تازه پېښې او ۵۴۸۳۵ تنو مړینه ثبت شوه، خورا زیات بدلون کړی او د پام وړ زیاتوالی په کې راغلی دی.
د روغتيا نړيوال سازمان وايي، که څه هم د اروپا سیمه د ۴۶ سلنه انتان په لرلو چې تر ټولو ډېر موارد دي، راپور ورکوي. خو په تېرې اونۍ کې د عمومي او ټولنيزو روغتیایي اقداماتو په ډېرېدو سره د وایروس کچه د تېرو اوو ورځو په پرتله ۱۰ سلنه ښکته راغلې ده.
په تېره اونۍ کې د نوامبر له اتمې څخه تر پنځلسمې پورې ۱۸۴۰۰۸۵ تنو په وایروس ککړې پېښې او ۲۹۰۴۳ تنو مړينه ثبت شوې دي.
د امریکې په وچه کې، په وایروس د اخته کسانو شمېر ۱.۴۵ میلیون تنو ته پورته شو، او له ۱۹ زرو څخه ډېر کسان مړه شول.
د اسیا په سويل ختيځو سیمو کې، له ۳۷۳ زره زیات کسان په وایروس ککړ شوي دي او په تېرو اوو ورځو کې د مړينو شمېر ۴.۵ زرو کسانو ته رسیدلی دی.
په متحده ايالاتو کې په وایروس اخته کسانو شمېر له ۱ میلیون تنو څخه زیات کسان، په هند کې له ۳۶۰ زرو څخه زیات کسان، په ایټالیا کې له ۲۴۲ زرو څخه زيات کسان، په فرانسې کې له ۲۰۳زرو زیات کسان او په برازیل کې له ۱۷۹ زرو څخه زیات کسان په دغه وایروس اخته شوي دي.
ورپسې انگلستان په تېرو اوو ورځو کې نږدې ۱۷۳ زره تازه پېښې، پولنډ له ۱۶۹ زره تازه پېښې، روسیه له ۱۵۱ زره تازه پېښې، المان نږدې ۱۳۲ زره تازه پېښې او اسپانيا له ۸۷ زره تنو تازه پېښې ثبت کړې دي.