شل زرین ټکي؛د روغتیا د نړیوال سازمان له نظره د ژوند مهارتونه

سپینه تجريدي ډیزاین

 

ژباړه: عطا محمد میاخېل

۱ ـــ ژوند ډېر مخکې پیل شوی دی.

په ژوند کې د ازمایښتي دورې په نوم کوم څه شتون نه لري. تصمیمونه مو برخلیک ټاکونکي دي او د بېرته را ګرځېدو او د هغوی د اصلاح او سمون لپاره کومه لاره شتون نه لري.

۲ ـــ انلاین دوستان مو رښتیني او واقعي دوستان نه دي.

له بده‌مرغه دا خبره حقیقت لري، چې له دې دوستانو څخه مو ډېری یې ستاسو ستونزو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي او کله چې تاسو یې مرستې ته اړتیا لرئ، په لاسرسي کې به نه وي.

۳ ـــ هره مینه مثبته پایله نه لري.

چمتو اوسئ، چې زړه مو مات شي او خپه شئ، سخته ده، خو دا یو واقعیت دی.

۴ ـــ زده‌کړې د دیپلوم په اخیستلو سره پای ته نه رسېږي.

په نننۍ نړۍ کې، لومړۍ خبره علم او پوهه کوي، که غواړئ، چې شاته پاتې نه شئ، نو باید خپلو زده کړو ته دوام ورکړئ.

۵ ـــ د کورنۍ غړي ستاسو د ژوند تر ټولو مهم انسانان دي.

دا یوازې هغه کسان دي، چې تاسو ته ارزښت درکوي، له هغوی سره ښه چلند ولرئ او له ملاتړ څخه یې منندوی واوسئ.

۶ ـــ کمزوري ټکي مو بې ارزښته دي.

کمزري ټکي مو ومنئ، خو په اړه یې اندېښنه مه کوئ، یوازې ستاسو پیاوړي ټکي ارزښت لري، پرې تمرکز وکړئ او وې روزئ.

۷ ـــ هر ارزښتمن کار وخت نیسي.

۸ ـــ د پرمختګ ټول فرصتونه، د هوساینې له برید او چار چوکاټ څخه بهر دي.

۹ ـــ بې بنسټه او کمزورې اړیکې د ساتنې او پالنې ارزښت نه لري.

وخت مو په هغو څیزونو باندې بې ځایه مه لګوئ، چې نه شئ کولای پکې بدلون رامنځته کړئ، له څنګه یې تېر شئ او خپلې لارې ته دوام ورکړئ.

۱۰ ـــ نړۍ له بې عدالتۍ څخه ډکه ده.

په ژوند کې به څو څو ځله له بې عدالتۍ سره مخامخ شئ، اړین چمتووالی ولرئ.

۱۱ ـــ چانس په هڅاندو خلکو پسې ورځي.

چانس هېڅکله د هغو کسانو په برخه نه کېږي، کوم چې یو لاس یې پر لاس ایښی دی او د یوې ښې او په زړه پورې پېښې د رامنځته کېدو په تمه دي.

۱۲ ـــ د یوه بېساري پیل لپاره، یو ځانګړی وخت شتون نه لري.

که هوډ لرئ، چې یو کار پیل کړئ، نو شروع یې کړئ او غوره وخت ته په تمه مه پاتې کېږئ، هغه وخت به هېڅکله را ونه رسېږي.

۱۳ ـــ تاسو نه شئ کولای، چې په هر ځای کې حضور ولرئ او نه شئ کولای، چې هرڅه ولرئ.

دا زده کړئ، چې سم تصمیمونه ونیسئ او هغه څه ته چې ستاسو لپاره ارزښت لري، ژمن پاتې شئ او وې څارئ.

۱۴ ـــ باید له هغو ټولو کسانو څخه، چې ستاسو په ژوند کې دي، مننه وکړئ.

۱۵ ـــ تجربه او احساسات مو تر ټولو غوره پانګونه ده.

۱۶ ـــ بیا معمولا، د هېڅکله په مانا ده.

هېڅ کار بیا ته مه ځنډوئ، په شېبه کې ژوند وکړئ.

۱۷ ـــ بریا د پشتکار مترادفه کلمه ده.

۱۸ ـــ په پرله‌پسې توګه د ورزشي تمرینونو ترسره کول اړین دي.

۱۹ ـــ ماتې هېڅ ارزښت نه لري.

یوازې بریا ارزښت لري، نو له ماتې څخه مه وېرېږئ.

۲۰ ـــ هېڅوک به له تاسو سره مرسته ونه کړي، یوازې په خپله باید له خپل ځان سره مرسته وکړئ، نو په خپل ځان کې په خپل ځان باندې باور او اعتماد پیاوړی کړئ.