سپینه طلا او په اړه یې څو خبرې

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ژباړه: نسیمه محمدي
زېړه طلا د ډېری مېرمنو لپاره ستړې کوونکې او نه خوښېدونکې شوې. د نقرې سره د سپینې طلا ترکیب، د هغې ځلا او ظرافت ته زیاتوالی بښي، داسې لکه سره زر چې د نورو موادو سره ګډوي او ځلېدونکي تر سترګو کېږي او مونږ په تېروتنې سره فکر کوو، چې دا ځلا خپله د سرو زرو ده.
په کُلي ډول سپینه طلا د ناخالصې طلا د نورو فلزاتو لکه بالادیوم او نکل د ترکیب څخه تر لاسه کېږي. د همدې فلزاتو د شتون له امله سپینه طلا د زېړې طلا سره توپیر لري. نکل د خپل کلکوالي له امله د طلا سره ګډ کارول کېږي او د کړۍ او ګوتمۍ جوړولو لپاره مناسب وي.
بالادیوم هم د خپل نرمښت او انعطاف والي له امله د قیمتي ډبرو سره په جواهراتو کې کارول کېږي. د جواهراتو هر مُډل چې د سپینې طلا څخه جوړېږي، د لا زیات ځلېدو لپاره د بالادیوم ( چې د پلاتین فلز ټولګه ده) پر مخ کښل کېږي. سپینه طلا هم د زېړې طلا په څېر په عیار او قیراط اندازه کېږي( د اندازه کولو واحد یې قیراط دی)، چې بیه او نرخ یې هم د عیار او وزن له مخې ټاکل کېږي.
۱۲ عیاره طلا، د طلا د ترکیب او ګډون په دلیل، نقره او مس تر ټول کلکه طلا ده مګر د ارزان بیه جواهراتو لپاره ترې کار اخېستل کېږي. ۱۴ عیاره طلا، په څو ځلي له ۱۰ او ۱۲ عیاره طلا څخه غوره ده او جوړ شوي جواهرات یې ښکلی رنګ هم لري.
په اصل کې ۱۸ عیاره زر ډېر ښه کیفیت لري، چې کم تر کمه ۷۵٪ خالصې طلا درلودونکي ده، رنګ یې ښه او فلز یې نرم دی. د ۲۰، ۲۲ او یا ۲۴ عیاره طلا  هم ډېره نرمه او انعطاف منونکې او د ښه کیفیت لرونکی ده، چې زیاتره د هنري چارو او مجسمو جوړولو لپاره ګټه ترې اخېستل کېږي.