ژباړه : مریم محمدي
زموږ په ټولنه کې چې د چا د ښکلا په اړه خبرې کیږي، نو تر ټولو وړاندې د مخ د سپین پوستکي نه یې یادونه کوي. که تاسو هم د سپین پوستکي خوښونکي یاست، نو دا لیکنه ولولئ:
د غنمرنګه پوستکي درلودل بیلابیل علتونه لري، چې دلته یې په اړه ځیني معلومات درکوو:
– ارثیت: مور او پلار چې غنمرنګه وي، نو تر ډيره اولادونه یې هم غنمرنګه وي، چې دا لړۍ نسل په نسل انتقالیږي.
– جلدي ناروغۍ: یو شمیر د پوستکي ناروغۍ لکه: دانې، خارښ، د پوستکي پړوالی او داغونه د مخ پوستکی غمرنګ ښکاره کوي.
– د لمر وړانګې: په دوامداره ټوګه لمر کې کار کول یا هم لمر ته ناست د مخ پوستکی تور یا هم غمنرنګه کوي.
که د یادو شوو علتونو له امله د مخ پوستکی مو غمنرنګه شوی اندېښنه ورته مه کوئ، دلته درته د ځینو ارزانه او اسانه کورنيو ماسکونو په اړه معلومات درکوو چې په مرسته یې کولای شئ د مخ پوستکی مو سپین او ښکلی کړئ. د مخ سپنولو لپاره دا ماسکونه وکاروئ:
۱- د اړتیا وړ مواد
– یوه قاشوغه شېدې
– یوه قاشوغه شات
– یوه قاشوغه د لیمو اوبه
– یوه قاشوغه د بادامو تیل
دا مواد سره مکس کړئ، بیا یې په مخ وموهئ، له ۳۰ دقیقو وروسته مخ په تړمو اوبو ووينځئ، د مخ داغونه به مو پاک او پوستکی به مو سپین شي.
۲- د اړتیا وړ مواد
– یوه قاشوغه د اوربشو وړه
– دوه قاشوغه مستې
– یوه قاشوغه د لیمو اوبه
یاد شوي مواد سره یو ځای کړئ بیا یې په مخ د نورو ماسکونو په څیر ووهئ له ۲۰ دقیقو وروسته مخ ووینځي، دا اسان ماسک هم ستاسو پوستکی سپنوي او ښکلا مو ډیروي.
په یاد ولرئ له دې دواړو ماسکونو چې هر یو درته اسانه وو په اونۍ کې یوځل استفاده کړئ.
– هر ورځ د ۱۰ دقیقو لپاره د کچالو یوه ټوټه یا قلۍ په مخ ووهئ لو له وچیدو وروسته یې ووینځئ، د مخ پوستکی به مو سپین شي.
د دوو اونیو لپاره هر شپه ۴ دانې بادامه میده میده کړئ او له شېدو سره یو ځای کړئ، د شپې له خوا یې په مخ ووهئ او سهار مخ ووییځئ، دا کار هم د پوستکي په سپینوالي اغیزه کوي.
منبع: مشارو جلد