کومې امیندواره میرمنې باید روژه ونه نیسي؟!

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه: مریم شریفي
ډېرې میرمنې په دې فکر کې دي چې د حمل په وخت کې روژه ونیسي که وخوري؟
په دې برخه کې بیلا بیلې څیړنې شوي چې، یو شمېر ډاکتران په دې نظر دي چې روژه د امیندوارې میرمنې او ماشوم لپاره کوم زیان نه رسوي.
بل خوا بیا یوشمېر نور روغتیا پلان وايي چې، که د حمل په وخت کې مور روژه ونیسي، نه یوازې دا چې د مور روغتیا ته زیان لري، بلکې د ماشوم وزن به یې له نورمال حالت نه کم وي، دغه راز ماشوم یې له ذهني اړخه کمزوری نړۍ ته راځي، دوی وايي د امینداورۍ په لومړیو او وروستیو درې میاشتو کې باید حاملې میرمنې دې روژه خوري بیا دې قضايي د شیدو ورکولو له دورې وروسته ونیسي.
ډاکتران وايي دا ډول امینداوره میرمنې بايد د حاملګۍ پر وخت روژه ونه نیسي:
۱- هغه میرمنې چې د امنیداورۍ په جریان کې د ویني له کمښت سره مخ دي.
۲- هغه میرمنې چې په نشه یي توکو روږدي وي، د حمل په وخت کې دې روژه نه نیسي.
۳- هغه میرمنې چې د حمل په وخت نا نورمال فشار لري.
۴- د حمل په وخت کې کومو میرمنو ته چې د ډاکټر له خوا د استراحت سپارښتنه شوي وي.
۵- هغه میرمنې چې د IVF له طریقه يې حمل اخیستی وي.
۶- د حمل په وخت کې چې کومې میرمنې مکروبي ناروغۍ یا تبه لري، هغوی دې ورژه نه نیسي.
۷- هغه میرمنې چې د حمل په وخت کې د شکرې ناروغۍ لري.
۸- هغه میرمنې چې غبرګونی حمل لري او د امیندوارۍ وروستې میاشتې وي هغوی دې روژه نه نیسي.
۹- هغه میرمنې چې د حمل په جریان کې استفراقات یا زړه بدوالی لري.
۱۰- هغه میرمنې چې د پښتورګو او زړه ناروغۍ لري.
یادونه: هغه امینداوره مېرمنې چې یادې ستونزې نه لري، هغوی ته پکار ده چې خپلې ټولې روژې ونیسي.