د رسل خاطره: چې راشد اوټ کړم د لباس سره شاور ته ودرېدم

سپینه تجريدي ډیزاین

ويسټ انډېزي الراونډر انډري رسل په يوه نوې مرکه کې د ۲۰۱۸ز يادګاري شېبې بيان کړي.

رسل وايي په ۲۰۱۸ز هندوستان پرېمر ليګ کې چي کله په کواليفاير لوبه کې کلکته او حيدراباد سره مخ سوله ،کله چې راشدخان زما ويکټه ترلاسه کړه زه دومره عصباني سوم چې د کريکټ په کاليو کې شاور ته ودرېدم او پرځان مې اوبه را ايله کړې.

حيدراباد لوبډلې ۱۷۵ منډې هدف ټاکلی وو،کلکتې کوربتوب کوی،هغه مهال چې رسل توپوهنې ته راکښته سو کلکتې په ۳۳ توپونو ۵۷ منډو ته اړتيا درلوده،دده لپاره راشدخان روايستل سوه ،رسل په ۷ توپونو ۳ منډي کړي وې خو په ۱۵م اوور کې د راشدخان په توپ او د شيکر داون په کېچ سره رسل خپل ويکټه له لاسه ورکړه،لوبه حيدراباد د ۱۴ منډو په توپير وګټله.

images 2021 05 26t1357275947485142529591319. د رسل خاطره: چې راشد اوټ کړم د لباس سره شاور ته ودرېدم

رسل وايي:

کله چې زه راشدخان اوټ کړم ،زه بيرته ددنه ولاړم او د کريکټ په کالو کې شاور ته ودرېدم.

رسل د کلکتې لوبډلې رسمي ويب سايټ سره په مرکه کې ويلي: زما بوټونه او هرڅه لانده سوه،زه اوبو ته ولاړ وم او هغه زما پرټول بدن راتويېدلې،ځکه کلکتې بل چانس نه درلودی.

انډري رسل هڅه وکړه چې په راشدخان توپ کټ کړي خو توپ اوټ سايډ اېج سو او د شيکر داون لاسونو ته ورغی.

رسل وايي ماهغه مهال خپله غلطي احساس کړه،ځکه ما بايد دا توپ په ارامۍ سره لوبولی وای او د لوبې په وروستيو کې موږ پوره چانس درلودی چې په ارامۍ سره توپوهنه وکړو او لوبه وګټو.

دی وايي زه ځانته حيران سوم چې ولي د ټولو شيانو سره شاور ته ولاړ دی او هرڅه مې لانده کړه،خو په يوڅه ډېر خوشحاله وم چې زه هيڅچا نه وم ليدلی.

images 2021 05 26t1354348221980178326365282. د رسل خاطره: چې راشد اوټ کړم د لباس سره شاور ته ودرېدم

دده په خبره که موږ توپ اچوونکې ته دا احساس ورکړو چې د بېټ د پورته کولو څخه وېره لرو بيا نو ټول فشار پر موږ وي،موږ بايد پر توپ اچوونکو ځېنې شاټونه ووهو.

راشدخان په هماغه لوبه کې په ۱۰ توپونو ۳۴ منډي وکړې ،په څلورو اوورونو کې يې ۳ ويکټي يې ترلاسه کړې او د لوبې د غوره لوبغاړي جائزه يې وګټله.