- ژباړه: نسیمه محمدي
کرونا وایروس په ۲۰۱۹م ډېسمبر په میاشت کې د چین په وهان هوبي نومې سیمه کې وپېژندل شو، چې تر اوسه له دېرش زرو زیات وګړي پرې اخته او نېژدې زرو تنو ته د مړو شمېر رسېږي. د روغتیا نړیوال سازمان د دې ناروغیو څخه د مخنیوي لپاره د ځینو لارښوونو سپارښتنه کوي، چې وړاندې یې درته وایو.
ژر ژر او پرله پسې خپل لاسونه ووینځئ
لاسونه پرله پسې په اوبو او صابون سره ووینځئ یا د لاسونو پاکولو مایع (هندرب) په لاسونو وکاروئ چې هغه انتانات او ویروسونه چې په سترګو نه لیدل کېږي، د دې الکولي محلول پواسطه له منځه لاړ شي.
هندرب د لاسونو انتي سپتیک مایع ده، چې له درملتونونو څخه یې په آسانۍ تر لاسه کولې شئ.
د تنفسي حفظ الصحې مراعاتول
کله چې توخې او پرنجی کوئ، خوله او پوزه د څنګل یا دستمال سره وپوښئ او وروسته سمدستي دا ملوث دستمال په سر پټو قوطیو کې پټ او لاسونه د اوبو او صابون یا د هندرب سره پاک کړئ.
د پرنجي او ټوخي پر وخت د خولې او پوزې پټول نورو ته د دې وایروس د خپرېدلو او لېږدېدلو مخنیوی کوي. نو امکان لري هغوی یا څه چې تاسې ورسره په تماس کې یئ، هم پرې اخته کړئ.
د ټولنیز معاشرت پر وخت د واټن په پام کې نیول
د نورو سره د مخ کېدو پر وخت لږ تر لږه د یو متر (۳ فُټه) واټن وساتئ، خصوصاً هغوی چې توخی، پرنجې او تبه لري.
کله چې یو کس په تنفسي ناروغیو منتن وي لکه د ۲۰۱۹م کال نوی کرونا وایروس، نو د ټوخي یا پرنجي پر وخت د کوچنيو ذراتو څاڅکي شیندي. که چېرې نېژدې اوسئ، تاسې هم په وایروس ککړه هوا کې ساه اخلئ.
د خولې، پوزې او سترګو له لمس کولو ډډه وکړئ
لاسونه د زیاتو سطحو سره به تماس کې وي، کوم چې شاید په وایروس هم ککړ وي. نو که په همدې ککړو لاسونو سترګې، پوزه او خوله لمس کړئ، نو تاسې کولای شئ وایروس له سطحې خپل بدن ته انتقال کړئ.
که تبه، ټوخی یا ستونزمن تنفس لرئ، نو له ځنډ پرته د طبي مراقبتونو په لټه کې شئ
خپل روغتیاپال ته په دې اړه، چې تاسې د چین کومې سیمې ته، کوم ځای چې په ۲۰۱۹م د وایروس راپور ورکړل شوی و او یا هم له داسې کس سره چې چین ته یې سفر کړی و او د وایروس نښې یې درلودې، اړیکه درلوده ووایاست.
کله چې تاسې تبه، ټوخی، او ستونزمن تنفس لرئ، د طبي خدمتونو غوښتل ډېر مهم دي ځکه کېدای شي دا د تنفسي انتان یا د جدي حالت ښکارندوی وي. د تبې سره ټوخې کېدای شي بېلابېل لاملونه ولري. ستاسې د سفر یا هم د کرونا د وایروس سره مرتبط اوسي.
که د تنفسي مشکل اندکه نښې لرئ او د سفر تاریخه نه لرئ یا هم په چین کې دننه یاستئ
د جزيي تنفسي ستونزو او نښو په درلودولو که د چین د سفر مخینه نلرئ او یا هم دننه په چین کې یاستئ، نو د تنفسي خفظ الصحي ساتل عادت وګرځوئ، چې کور ته راستون شئ، په کور کې پاتې شئ، که امکان یې وي.
په عمومي توګه د ساتنې تدبیرونه په نظر کې ونیسئ کله چې د ژوندیو څارویو بازارونو، رطوبت لرونکو بازارونو او د حیواني محصولاتو له مارکېټونو څخه لیدنه کوئ.
د څارویو له بازارونو او د حیواني محصولاتو له لمس کولو وروسته، لاسونه د څښاک په اوبو او صابون ووینځئ. په لاسونو د خولې، پوزې او سترګو لمس کولو څخه ډډه وکړئ. د څارویو له فاسد شویو محصولاتو او یا له څارویو سره د هر ډول تماس څخه مخنیوی وکړئ (کوڅه ډبو سپیو او پیشوګانو، چرګانو، مرغیو، ښاپېرک). د هغې خاورې، بازارونو او توکو له لمس ډډه وکړئ، چې د ککړتیا احتمال یې وي.
د اومه یا نیمه اومه حیواني غوښو خوړلو ډډه وکړئ
د خامې غوښې، شیدو یا څارویو له ارګانیزمونو څخه ډډه وکړئ، چې د خوړو د خونديتوب او په ښه توګه پخولو سره د ککړتیا څخه مخنیوی وکړئ.