ډېر شیان داسې دي، چې اول لاس یانې سم نوي باید واخیستل شي، خو داسې شیان هم زیات دي، چې دویم لاس یانې کارول شوي وي، خو اخیستل یې بد نه دي.
د دغو شیانو کیفیت به له نویو هغو سره حتماً فرق کوي، خو بیه یې هم فرق لري او ارزي، چې له بدل شوي کیفیت سره یې بیا هم واخلئ.
دا کوم شیان دي، چې دویم لاس اخیستل یې چندان تاوان نه را رسوي؟
دلته به همدې مسئلې ته کتنه وکړو.
کتابونه
د کتابونو په مینه والو به دا خبره ممکن ښه ونه لګي، خو د دویم لاس کتابونو اخیستل نا شتمنو لوستونکو ته ضرور دی.
هغه کتابونه، چې اخیستل یې درته زیات ضرور وي او اقتصاد مو ښه نه وي، کیدای شي لږ زاړه شوي هغه یې واخلئ.
البته دا خبره د هغو کتابونو په اړه ده، چې تدریسي یا په عامه اصطلاح یک بار مصرفه وي.
فرنیچر
فرنیچر یانې کوچونه، چوکۍ، میزونه او نور چې کیدای شي په دفترونو یا کور کې درته ضرور وي، دا هم دویم لاس اخیستل بد نه دي.
دا شیان د کور و دفتر ډول درته برابروي، خو ضرور نه ده چې زیات پرې ځانونه تاواني کړئ.
زیات داسې دفترونه او کورونه شته، چې همدا دویم لاس، ارزانه او ښه عصري فرنیچر یې اخیستي، خو تاسې به نه ورباندې پوهیږئ.
جواهر
په دې ورځو کې بیا د ودونو موسم دی؛ کیدای شي څوک بېوزله وي، یا چا سره خسرګنۍ زیاتی کوي او زیات سره یې ورباندې ایښي وي.
دوی کولای شي چې لږ استعمال شوي جواهر واخلي، رنګ یې کړي او خپله پرده پرې وکړي.
د ناوې جامې
دا خبره هم هغو ته راجع کیږي، چې ودونه یې نیږدې دي.
د ناوې لباس یا جامې د یوې دوو ورځو شی دی، ضرور نه ده چې زیات پرې ځانونه تاواني کړئ.
ځینې خلک خو لا دا جامې کرایي اخلي. که تاسې له هغو څخه نه یاست، كیدای شي خپل جیب ته په کتو سره دویم لاس یا استعمال شوې جامې واخلئ.
دا جامې نه معلومیږي، چې کارول شوي، خو تاسې ته کافي ګټه کوي، یانې پیسې مو کمې ورباندې مصرفیږي.
د کور برقي شیان
دا شیان لکه: یخچال، د جامو وینځلو ماشین او نور هم کیدای شي استعمال شوي واخلئ او له زیات لګښت څخه ډډه وکړئ.
البته په دې برخه کې باید پوه شئ، چې زیات زاړه او له کاره لویدلي شیان څوک نه درباندې تاوانوي.
ښه ده، چې یا خپله د دغو شیانو په پېژندلو کې تکړه اوسئ، یا له پوهو ملګرو څخه مرسته پکې واخلئ.
دا شیان دویم لاس مه اخلئ!
موبایل
یو له هغو شیانو، چې نه باید دویم لاس یې واخلئ، موبایل ټلیفون دی.
دا ځکه، چې موبایل به تل درسره وي، زیات یې کاروئ او که نوی نه وي، حتماً زر خرابیږي او د تاوان ترڅنګ مو د خولې خوند در خرابوي.
لپ ټاپ
لپ ټاپ هم لکه موبایل همداسې شی دی.
هڅه وکړئ، چې نوی یې واخلئ او زړه ورسره ونه خورئ.
د نورو داسې برقي شیانو په اړه هم چې نازکه او زر خرابیدونکي دي، هڅه وکړئ چې دویم لاس خرید ونه لرئ.