لیکنه: صدیقه پوپلزۍ
کله چې مجبور یې نو ګټه ترې واخله.
ما هغه ځوان ته – چې په شکر ناورغۍ اخته و، چای یې پرته له بورې څښه او د خپل وضعیت په خاطر یې افسوس کاوه – داسې ویل:
“ایا تل تاسف کوې او د چای څښلو پر وخت کې خپه کېږې؛ ایا دا تریخوالی په خوږوالی بدلېږي؟”
هغه وویل: “نه.”
نو ما ورته وویل چې مجبوره یې ګټه ور څخه واخله.
مطلب مې دا دی، نړۍ تل زموږ په خوښه نه څرخي. په ژوند کې له دې ډول کارونو سره ډېر مخ کېږو.
موټر دې پخوانی دی؛ کولر کار نه کوي؛ توشکې څېرې شوې دي او اوس یې نشې بدلولای. چاره څه ده، نو کله چې مجبوره یې ګټه ورڅخه واخله.
د زدهکړو د دوام لپاره پوهنتون ته مراجعه وکړه، داسې پوهنځي ته دې لاره پیدا کړه چې لېوالتیا ورسره نه لرې، هڅه دې وکړه چې دې وضعیت ته بدلون ورکړې، خو بریالی نه شوې او مجبوره شوې هماغه پوهنتون ته لاړ شې، دوه یا څو کاله درس ولولې. چاره څه ده؟
که مجبور یې، نو هماغه ترسره کړه او ګټه ترې واخله.
د کار لپاره یو ځای ته لاړې، خو ونه منل شوې، خو په بل ځای کې په کار بوخت شوې او همالته دې دندې ته دوام ورکړ. چاره څه ده؟
تر کومه وخته چې مجبور یې له هماغه څخه ګټه واخله.
د یوې نجلۍ مرکې ته لاړې، خو ستا مرکه یې رد کړه او له بل چا سره یې واده وکړ. چاره څه ده؟ نو چې مجبوره یې له ژوند سره دې ځان اعیار کړه.
که وخت درسره یاري نه کوي، نو ته یې ورسره وکړه او ګټه ترې واخله. بریالي خلک هغه دي چې خپل اصلیت او واقعیت مني او په هر ډول چې وي ځان ورسره اعیاروي. کوم فرصتونه چې مو په مخ کې دي، په سمه توګه یې استفاده کړئ، ځکه د خپګان او غوسې لپاره فرصت نشته.
د خدای رسول له خپلو اصحابو سره یوې غزا ته لاړ، چې په هغه کې یې لږ خواړه له ځان سره لرل. محمد (ص) وویل که وخت درسره روغه ونه کړي، ته یې ورسره وکړه او امر یې وکړ چې کوم خواړه او شیان، چې له ځان سره لرئ، په منځ کې یې کېږدئ او خپل څادر یې لاندې اوار کړ، په منځ کې یې هر یوه صحابي یوه خرما او یوه ټوټه ډوډۍ یې راوړل او پکې اېښودل یې.
کله چې ټول څیزونه کېښودل شول، نو بیا یې په خوړلو بوخت شول، په داسې حال کې چې پرې ماړه نه شول، مګر بیا یې ګیله ونه کړه.
داسې نه ده چې انسان هر څه هیله وکړي، دستي هغه ته ورسېږي، کله ناکله شمال هغه خوا ته لګېږي چې د کښتۍ لېوالتیا ورسره نه وي.