د شل اوریزو نړیوالو جامونو لړۍ لومړی ځل ۲۰۰۷م کې پیل شوه، چې لومړی پړاو یې سویلي افریقا کې ترسره شو او هر دوه کاله وروسته ترسره کېده، خو اوس مهال یې د ځنډېدلو موده د بېلابېلو علتونو له امله څلورو کلونو ته وغځېده، دا چې ویسټ انډیز دوه ځلې د دغو جامونو اتلولي ګټلې، سږ کال د جام په لغوه کېدو سره یې د اتلولۍ هیلې مړاوې شوې.
لومړي پړاو شل اوریز جام کې چې په ۲۰۰۷م کې ترسره شو، ۱۲ لوبډلو پکې ګډون کړی و، چې هندوستان او پاکستان یې پای لوبې ته لار موندلې وه.
پای لوبه کې له یوې په زړه پورې لوبې وروسته هند پاکستان ته په ۵ منډو ماتې ورکړه او اتلولي یې ترلاسه کړه.
په ۲۰۰۹م کې شل اوریز نړیوال جام د انګلستان په کوربتوب ترسره شو او پاکستان بیا هم په دې وتوانېد چې پای لوبې ته لار پیدا کړي، پای لوبه کې له سریلانکا سره مخ شو، یاده لوبه پاکستان وګټله او د اتلولۍ جام یې پورته کړ.
په ۲۰۱۰م کې نړیوال جام ویسټ انډیز کې ترسره شو او په لومړي ځل افغان لوبډله هم پکې ولوبېده.
دغه جام کې ټولې ۱۲ لوبډلې وې او ۲۷ لوبې پکې ترسره شوې، چې پای لوبه کې انګلستان کرکټ لوبډلې اسټرالیا ته ماته ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
په ۲۰۱۲م کې نړیوال جام د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د سریلانکا په کوربهتوب وشو، چې سریلانکا پایلوبې ته لار موندلې وه، خو پای لوبه یې له ویسټ انډیز ونه شوه ګټلی او د اتلولۍ جام ویسټ انډیز پورته کړ.
۲۰۱۴م نړیوال شل اوریزجام بنګله دېش کې ترسره شو، ۱۶ لوبډلې پکې موجودې وې، ۳۵ لوبې پکې وشوې او پای لوبه کې سریلانکا هندوستان ته په ماتې ورکولو سره اتلولي خپله کړه.
۲۰۱۶م په هندوستان کې نړیوال جام د ۱۶ لوبډلو ترمنځ ترسره شو.
پایلوبه کې ویسټ انډیز انګستان ته ماتې ورکړه او د دویم ځل لپاره یې د اتلولۍ جام پورته کړ.
په یاد جام کې افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل تر ټولو زیاتې ۱۲ ویکټې اخیستې وې او د ټورنمنټ غوره توپ اچونکی ټاکل شوی و.
په ټوله کې ویسټ انډیز دوه ځلې، هندوستان، پاکستان، سریلانکا او انګلستان یو یو ځلې د شل اوریز نړیوال جام اتلولي ګټلې ده.
ټاکل شوې وه اووم پړاو شل اوریز نړیوال جام د روان ۲۰۲۰ کال د اکتوبر میاشتې په ۱۸مه نېټه استرالیا کې پېل شوی وی، خو د کرونا ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي له امله یې نېټه د ۲۰۲۱م نومبر میاشتې ته وغزېده.
خو د ویسټ انډیز کرکټ بورډ وایي، چې د نړیوال شل اوریز جام په لغوه کېدو سره د دوی د درېیم ځل اتلولۍ هیلې ورژېدې او ۲۰۲۱ م کال ته به انتظار کوي.