د ویسټ انډیز سفر کې میلمه انګلستانۍ لوبډلې په درې مسلسل ټیسټ لوبو کې له دوه ماتو او یوې بریا وروسته د پنځو ۵۰ اوریزه لوبو د سیریز په لمړۍ لوبه کې بریا خپله کړه، خو په دویمه سیالۍ یې کوربه ویسټ انډیز بیرته ځواب په ماتې سره ورکړ.
په دویمه پنځوس اوریزه سیالۍ کې ویسټ انډیز لوبډلې هیټ مایر د سلیزې او کریس ګیل د نیمه سلیزې پرمټ انګلستان ته په ۵۰ اورونو کې ۲۹۱ منډې هدف ورکړ.
که څه هم د انګلستان لپاره په دویمه پاڼۍ کې لوبډلمشر ایون مورګن او الراونډر بین سټوک ځوابي مقابله وکړه، خو نورو لوبغاړو یې ملګرتیا وړاندې پریښوده، چې ورسره دغې لوبډلې د ۲۶ منډو په توپیر سره ماته وخوړه.
د ویسټ انډیزي تیز بالر شیلډرن کاټریل د انګلستان خلاف دویمې سیالۍ کې د خپل کرکټ بهترینه سپیل ترسره کړ، چې نوموړي د د ۹ اورونو په ترسره کولو سره د ۴۶ منډو په ورکړې ۵ مقابل لوبغاړي وسوځول او هم یې د ویسټ انډیز په بریا کې مهم رول ولوبوو.
له دې وړاندې په لمړۍ ۵۰ اوریزه سیالۍ کې د تیرې چهارشنبې په ورځ انګلستان لوبډلې ویسټ انډیز ته د ۶ ویکټو په شتون کې ماتې ورکړه، خو دویمه سیالۍ کې بې وسې شوه.
ټاکل شوې د روان سیریز دریمه ۵۰ اوریزه لوبه د فیبرورۍ میاشتې په ۲۵ مه نېټه د راتلونکې دوشنبې په ورځ ترسره شي.
په دغه سفر کې د ۳ ټېسټ او ۵ پنځوس اوریزه لوبو ترڅنګ درې ۲۰ اوریزو لوبې هم ترتیب شوې دي، چې د راتلونکې مارچ میاشتې په ۵ مه نیټه پیلیږي او تر ۱۰ مې به دوام وکړي.