که سهار له خوبه تر پاڅیدو وروسته سمدستي خپله ورځ د یو ګیلاس اوبو په څښلو پیل کړئ نو خپلې روغتیا ته مو ډیرې ګټې رسولي وي.
بې غمه اوسئ تاسو تر دې وروسته کولی شئ کافي ، چای او یا بل هر څه د سباناري لپاره وڅښئ او یا وخورئ.
روغتیاپالان وايي تر ويښیدو وروسته ورځ د یو ګیلاس پاکو اوبو په څښلو پیلول پر ګڼو نورو فایدو سربیره لاندې ۷ ګټې درته رسوي.
1- دا ستاسو میتابولیزم بهتره کوي
میتابولیزم په وجود کې د خوړو فزیکي او کیماوي تغیرات دي. که یو ګیلاس اوبه سهار وڅښئ دا مو په وجود کې د خوړو جذب په میتابولتیک کچ سلو کې دیرش زیاتوي. په دې اړه د کلینکل اینډوکرینولوژي او میتابولیزم په ژورنال کې خپره شوې څیړنه وايي ”په نهره د اوبو څښل ستاسو معده او هاضمي سیستم د ورځې لپاره په ښه توګه فعالوي . “
2- د معدې او مرۍ د سوزش سره مرسته کوي
کله چې سهار وختي په نهاره لومړنی څه اوبه وڅښئ دا ستاسو له معدې او مرۍ څخه د خوړو له کبله پاتې او رامنځ ته شوي تیزاب پاکوي. کله چې تاسو د شپې ویده یئ د معدې د تیزابو یوه برخه خولې او مرۍ ته راځي او د اوبو په څښلو یې پاکولی شئ .
3- د پښتورګو د تیږو مخه نیسي
سهار تر هر څه مخکې د اوبو څښل ستاسو په ادرار کې شته مواد نرموي او وباسي یې دا هماغه څه دي که پاتې شي په پښتورګو کې په کاڼي بدلیږي. خو یاد لرئ د پښتورګو د سلامتۍ لپاره باید د ورځې لږ تر لږه نیم ګیلن اوبه وڅښئ.
4- له سر درده مو خلاصوي
په وجود کې د اوبو کموالی د ورځني سردرد په ځانګړې توګه د کوپړۍ د درد یو مهم سبب دی. نو سهار په نهاره د تر نورو کارونو مخکې د اوبو څښل د ورځې په اوږدو کې تاسو له سردرده ساتي او د شپې ګنګسیت او سردردي هم له منځه وړي. خو د ورځې په جریان کې هم د اوبو څښل له یاده مه باسئ.
5- له وجود څخه مو زهري مواد وباسي
هو، سهار اوبه څښل ستاسو کولمې لمدې ساتي او ورسره ستاسو د وجود د اوبو بیلانس برابریږي. له دې سره ستاسو په وجود کې د خوړو له کبله رامنځ ته شوي زهري مواد د وتلو لاره مومي او هیڅ ډول ذهري مواد مو په معده ، پښتورګو او کولمو کې نه پاتې کیږي.
6- حرکت رامنځ ته کوي
په تش نس د یو ګیلاس اوبو څښل ستاسو دهاضمي سیستم منظموي او په تشناب کې مو چاره اسانوي. په ځانګړې توګه هغوی چې له قبضیت شکایت لري، تشناب ته تر تلو لس پنځلس دقیقې مخکې د اوبو څښل ورسره ډیر کومک کوي.
7- دا تاسو له ناروغیو ساتي
د والګي او ریزش په وړاندې ستاسو مقاومت زیاتوي. سهار وختي په نهره اوبه څښل ستاسو لنفاوي سیستم لوند ساتي چې د وجود د دفاعي سیستم مهمه برخه ده. همدارنګه د ستونې او پوزې په نرمیدو او لمدیدو تاسو د ویروسونو په وړاندې مقاوم کوي.