وسواس څه دی؟ په دې مرکه کې یې در پېژنو

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
مرکه: صدیقه پوپلزۍ

نن د استاد شرف الدین عظیمي په دفتر کې له یوې ۴۰ کلنې مېرمنې سره مخ شوم. هغې د کابل ښار تلویزیون غره ته څېرمه په یوه کوچني کور کې ژوند کاوه، خاوند یې د کراچۍ په وسیله خپله کورنۍ چلوله دې مېرمنې شدید وسواس درلود.
استاد وایي ښایي د تاریخ په اوږدو کې داسې کم ناروغان تېر شوي وي ځکه وسواس یې ډېر شدید دی، خو خوشاله یم چې کار مې لږ لږ پایله ورکړې او درمنله یې روانه ده، مېرمنې دسمال په لاس کې نیولی وه، کله به چې په کوچ کېناسته، په بېرته پورته کېدلو به یې کوچ پاکاوه، استاد وړاندې ویل چې دا ښځه له ۱۷ کلنۍ څخه راپدېخوا وسواس لري او وسواس یې هم له جبري واده وروسته ورته پيدا شوی.
د دې ښځې وسواس د عمر په ډېرېدو ډېر شوی او د کابل په ټولو ډاکټرانو یې ګرځېدلې، کله مې چې استاد سره د دې ناروغې په اړوند خبرې کولې راته یې وویل چې یاده مېرمن په ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۲۶۰ ځله خپل لاسونه مینځي او نږدې پنځه ساعته په کور پاکولو تېروي، په سیمه کې تر ټولو ډېرې اوبه همدا ښځه مصروفوي، خاوند یې تر پوزې رسولی او ټولې پيسې یې د اوبو او صابون پر مصرف لګېږي، لاسونه او د لاسونو پوستکي یې بیخي سولېدلي او له ګڼو کورنیو ستونزو سره مخ ده.
درنو لوستونکو ښایي ورته بېلګې ستاسو په کورنیو کې هم شتون ولري او یا به مو په دې اړوند اورېدلي وي پر همدې اړوند مو نن له استاد سره په وسواس خبرې کړي او د وسواس اړوند ډېرې پوښتنې مو ورنه کړي چې تاسې درانه لوستونکي یې لوستلو ته رابولم.
پوپلزۍ: سلامونه استاد خدای دې وکړی چې روغ جوړ او په چارو کې بریالي اوسئ. استاد که په لومړیو کې وسواس راوپېژنئ؟
استاد عظیمي: زه هم خپل سلامونه تاسې د یاران درنو لوستونکو او کارکوونکو ته وړاندې کوم هیله ده ټول روغ جوړ اوسئ. وسواس هغو فکرونو، لېوالتیاوو، انځورونو، احساساتو، یا بیاځلي زیانمنوونکو چارو ته ویل کېږي چې انسان یې پر وړاندې ناچاری وي او پرې کنټرول ورته ناشونی ښکاري. په داسې حال کې چې اخته کس پوهېږي دا کارونه یې ناسم او غلط دي، خو بیا یې هم تر سره کوي. په ټولیز ډول همدا چارې د کس اروایي او رفتاري انډول ګډوډوي او له چاپېریال سره په جوړجاړي کې ورته ښکاره ستونزې پیدا کوي.
پوپلزۍ: استاد پر دې اړوند څېړنې کومو پایلو ته رسېدلې دي؟
استاد عظیمي: د هغو څېړنو له مخې چې پر ۱۹۹۹ کال د وسواس د لاملونو مالومولو په موخه تر سره شوې د مور و پلار د کړنو بېلګې د ماشوم پر کړنو اغېز کوي او په پایله کې وسواس منځته راوړي، هرکله چې مور یا پلار پر نظم، روغتیایي سپارښتنو، اړیکو او دقت باندې له کچې ډېر ټینګار کوي ماشوم یې زده کوي او د چلند برخه یې ګرځوي کرار کراره یې پر ژوند منفي اغېز شیندي او د شدید وسواس تر کچې رسېږي.
د دې تر څنګ ۵۰ سلنه وسواسونه د تنکۍ ځوانۍ پړاو کې پیلېږي او مېرمنې د نارینه‌وو په پرتله ۷۰ سلنه ډېرې پر دې ګډوډۍ اخته کېږي، د سختو وسواسونو درملنه کلونه وخت نیسي او ۷۵ سلنه یې د رغېدلو شونتیا شته.
پوپلزۍ: استاد وسواسي کسان کومې نښې لري؟
استاد عظیمي: په لومړیو کې باید ووایم چې موږ ټول وسواس لرو، خو زموږ وسواس مو تر کنټرول لاندې دي. هغه کسان چې پر دې ګډوډۍ اخته وي نظم او ترتیب ته بېخي ډېر ارزښت ورکوي، مثلاً تل فکر کوي چې جامې یا څېره یې منظمه نه ده، له همدې امله ډېر وخت پرې لګوي، چې برابره شي، هغوی ډېر ځله پیسې یا ځینې نور شیان بیا بیاځلي شمېري، تر څو یې له حسابه ډاډه شي، همدارنګه له ګناه کولو، چلټلیو او قضاوت څخه سخت په وېره کې وي له همدې امله په لمانځه او اوداسه باندې بطخي ډېر وخت لګوي.
د میکروبونو له امله بیا بیاځلي او بې کچې لاسونه مینځي یا لامبي لامبل یې هم ساعتونه وخت نیسي او له دې امله چې څوک پرې قضاوت ونه کړي خپل ظاهر ډېر په ځیر جوړوي. همدارنګه ناکنټرول شوې جنسي اړیکې او خرافي فکرونه یې هم په نښو کې راځي.
پوپلزۍ: استاد کوم لاملونه د وسواس سبب ګرځي؟
استاد عظیمي: زما په اند وسواس د ټولنې کلتور ته په کتو بېلابېل لاملونه لري. د څېړنو له مخې د ۴۰ سلنه وسواسونو ریښه په ارث او جنټیک کې نغښتې ده، خو ځینې نورې څېړنې بیا وایي چې د عصبي لېږدوونکو کچه د وسواس په منځته راتګ کې ونډه لري.
همدارنګه کورنۍ زورواکي او د مور و پلار له لوري پر نظم، سموالي او پوره‌والي ډېر او د رټلو او وهلو تر کچې ټینګار هم د وسواس لامل ګرځي د زورواکو میندو او پلرونو په اند ماشوم باید تېروتنه ونه کړي، که یې وکړي باید ووهل شي او که تنکی ځوان تېروتنه کوي، نو باید ورټل شي، ځکه اوس خو غټ سړی شوی همدا وهل رټنې د دې لامل ګرځی چې هغوی پر خپلو چارو کې د وسواس تر کچې دقیق اوسي او کرار کراره یې همدا وسواس پر نورمال ژوند اغېز وکړي او ورځنۍ چارې یې ټکني کړي.
همدارنګه مذهبي زور زیاتی هم د وسواس لامل ګرځي. ډېری مذهبي کورنۍ خپل اولادونه د وسواس تر کچې د مذهبي واجباتو پر ځای کولو ته اړباسي، هغوی ته بېلابېلې کیسې کوي او دین سخت ورپېژني، په داسې حال کې چې دین ډېر اسانه دي او الله ج خپله په خپل کتاب کې وایي چې (دین اسانه دی تاسې هغه په ځان مه سختوئ) همدا سختي راتلونکي کې پر وسواس اوړي او اخته کس خپل وسواس ته پر نورو چارو هم عمومیت ورکوي او نورو چارو کې هم وسواسي عمل کوي.
پوپلزۍ: استاد د دې ګډوډۍ پایلې به څه وي؟
استاد عظیمي: له بده مرغه د وسواس بدې پایلې له ځان سره لري، ډېری وسواسي وګړي خپل وخت بې ځایه لګوي چې دا یې تر ټولو بده پایله ده، ځکه وخت لګول د ژوند ټولې چارې ټکنۍ او منفي اغېز پرې کوي بل دا چې وسواس لرونکي وګړي تل په وېره کې وي، له میکروب، ویروس، د یو نږدې کس له لاسه ورکولو، زلزلې توپان او نورو نه سخت وېریږي همدا وېره یې بدني او اروایي انرژي له منځه وړي او یاد کس پر یوه کمزوري انسان بدلېږي چې هېڅ کار یې له لاسه نه کېږي، همدارنګه یاد کسان د ژوند خوند او رنګ لۀ لاسه ورکوي، دا یې د ګډ ژوند پر اړیکو اغېز کوي او پایله کې طلاق ته لار هواریږي.
دا چې د ټولنۍ نور وګړي د ده په څېر چلند نه کوي، همدا یې له ټولنې سره اړیکې خرابوي او له ټولنې لرې کېږي. د دې تر څنګ پر دې ګډوډۍ اخته کسان موخه، کار او پر خپل ژوند باندې کنټرول له لاسه ورکوي او یاد کس پر یوه بې موخې او بېکاره انسان بدلوي.
پوپلزۍ: استاد څنګه د وسواس مخنیوی وکړو؟
استاد عظیمي: بالکل ښه پوښتنه مو وکړه، ځکه په هره ناروغۍ کې مخنیوی تر درملنې غوره دی، نو پر همدې بنسټ باید ووایم چې که د کورنۍ پر یوه غړي کې ارثي وسواس شته وي، نو د کورنۍ پر نور غړو کې یې باید نښې کمزورې کړو داسې چې د ماشوم په مخ کې پر ځینو کړنو ټینګار ونه کړو پر ځینو کړنو کې افراط ونه کړو د خپلو وسواسونو له امله ماشوم ونه رټو او ګواښ ورته ونه کړو.
همدارنګه د ماشومانو له کنټرول او څارلو لاس واخلو، ځکه په دې سره هغوی خپله لاره ورکوي او کرار کراره پر ځینو ځانګړو کړنو د ټینګار له امله وسواسي کېږي، همدارنکه د وسواس په اړوند لوستل او مالومات ډېرول د وسواس د مخنیوي تر ټولو غوره لاره ده.
پوپلزۍ: استاد په لنډو کې یې د درملنې په هکله هم راته ووایئ!
استاد عظیمي: له نېکه مرغه د وسواس درملنه کېږي او زموږ د اروایي درملنې مرکز کې د وسواس ځانګړی ډیپارټمینټ شته، چې هر وسواس لرونکی ناروغ تر ټیسټ وروسته د وسواس ځانګړې شعبې ته ورپېژندل کېږي او هلته یې د طرحې اړوند درملنه کېږي.
باید ووایم چې د وسواس د درملنې په موخه باید اخته کس ته د ژوند ځینې مهارتونه ور وښودل شي، له اخته کس سره د هغه د وسواسي کړنو پر پېژندلو کې مرسته وشي، ځکه پر هر کار کې انسان تر پېژندو وروسته بریالی کېږي، همدارنګه د یاد کس وسواسي کړنې باید کرار کراره راکمې او ذهني تېروتنې یې کرار کراره اصلاح شي.
د بېلګې په ډول وسواسي شخص فکر کوي چې که لاسونه ونه مینځي میکروبونه به یې بدن ته سرایت وکړي او ناروغ به یې کړي. دا یوه ذهني تېروتنه ده چې پر دې مهال باید ناروغ ته وویل شي چې ستا خبره پر ځای ده، خو لاسونه په یو ځل مینځلو پاکېږي او ښایي تر څو ساعتونو پورې ویروس او میکروب ونشي کولای ستا بدن ته دننه شي.
پوپلزۍ: استاد له تاسې نه یوه نړۍ مننه په دې هیله چې د نورو اروايي ګډوډيو په اړوند هم موږ سره مرکو ته ادامه ورکړئ او د یاران لوستونکو ته باید ووایم چې تاسې کولای شئ دلته خپله استاد نه د وسواس په اړوند ډېر نور څۀ هم ووینۍ او وګورئ.

استاد عظیمي: له تاسو هم یوه نړۍ مننه ښاد او اباد اوسئ، د یوه روغ، آباد او سوله‌ییز افغانستان په هیله خدای مو مل شه.