ژباړه: عطا محمد میاخېل
په دوبي کې توده هوا او د لنده بل لوړوالی، ورزش کول له ستونزو سره مخامخ کوي، خو چې خطرناک به وي.
د روغتیایي کارپوهانو یوه ډله، هغو کسانو ته ځینې سپارښتنې لري، کوم چې د دوبي په توده هوا کې ورزش کوي، هغه دا دي:
۱ ـــ د بدن د اوبو ساتنه
د بدن د اوبو په ساتنه باندې تل ټینګار شوی دی، خو په لوړه تودوخه کې چې د بدن د خولو کچه ډېرېږي او د بدن د اوبو د له لاسه ورکولو خطر زیاتېږي، ډېر د ټینګار وړ دی. که چېرې تاسو له منډې وهلو څخه ۳۰ دقیقې مخکې یو غټ ګیلاس اوبه وڅکئ، نو د منډې وهلو له پاره به په خپل بدن کې کافي اوبه ولرئ، دغه راز د منډې وهلو په لړ کې باید له ۱۵ تر ۲۰ دقیقو وروسته یو ګیلاس مایعات وڅښئ.
کار پوهان دغه راز ټینګار کوي، هغه کسان چې ورزش کوي باید د کافئین او قهوه لرونکو څښاکونو له څښلو څخه ډډه وکړي، ځکه چې د بدن د اوبو له لاسه ورکولو سبب ګرځي.
۲ ـــ د مناسبو جامو اغوستل
د هوا د کنټرول لپاره هېڅ لاره شتون نه لري، خو کولای شو د ځینو تګلارو پرمټ ډېر کم لمر ته مخامخ شو. د کارپوهانو په وینا د دوبي په موسم کې د ورزش کولو پرمهال باید داسې جامې واغوستل شي، چې د خولو په صورت کې بدن ونه ځورېږي. باید د هغو جامو له اغوستلو څخه ډډه وشي، کومې چې اوبه جذبوي او له خولو سره د بدن د ځور لامل کېږي. باید داسې جامې واغوندئ، چې خولو ته د بهر کېدو اجازه ورکړي، پرته له دې چې د سریښناکه کېدو احساس وکړئ.
۳ ـــ له تودوخې سره د مناسبو ورزشونو ټاکنه
غوره ده، چې د اوړي په موسم کې داسې ورزشونه ترسره شي، چې د هوا د تودوخې لپاره مناسب وي، د بېلګې په توګه: لامبو وهل یا په سر پټو لوبغالو کې ورزش کول، که چېرې غوره ګڼئ، چې منډې وهل د یوه ورزشي حرکت په توګه وټاکئ، نو غوره ده، چې سهار وخته او د ورځې په پای کې، چې تودوخه کمه وي دا کار ترسره کړئ.