د وربشو هغه ګټې چې علم ثابتې کړې

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

د کلسترول کمښت

داسې څوک شته چې د وربشو د یوې کاسې ټینګ سوپ مینه‌وال نه وي؟دا چې خلک دومره دا سوپ خوښوي یوازې د ښه خوند درلودل نه دي، بلکې نور لاملونه هم لري.
وربشې هغه پخوانۍ غله ده چې ډېر مو یې په اړه اورېدلي او پوهېږو چې د روغتیا لپاره ډېره ګټه لري.
وربشې په څو ډولونو لیدل کېږي، د وربشو دانې هغه څه دي چې په سوپ کې ورڅخه ډېره ګټه اخیستل کېږي. همدارنګه د وربشو اوړه، بلغور، پرک وربشې او داسې ډېر نور شکلونه یې شته چې ورڅخه ګټه اخیستل کېږي.
وربشي لکه د نورو عضلاتو د روغتیا لپاره ډېره ګټه لري. ډېری مطالعات داسې ښکارندویي کوي چې د وربشو خوړل د ډېری ناروغیو ریسک کموي.
لومړی دا چې، ایا وربشې ستاسو لپاره له وریژو ښې دي؟
قهوه‌يي وریژې او وربشې دواړه د روغتیا لپاره ګټور دي. که د ګلوتن له مصرف څخه پرهېز کوئ، قهوه‌يي وریژې ستاسو لپاره مناسبې دي، ځکه وربشې ګلوتن لري. د اسید فولیک او ویټامین اي د درلودو له مخې، قهوه‌يي وریژې له وربشو څخه مخکې دي، خو وربشې ډېر فیبر او کلسیم لرونکې دي.

پر دې سربېره وربشې نورې کومې ګټې لري؟

که څه هم ډېرو څېړنو ته اړتیا شته، خو تاسو ته باید وویل شي چې د وربشو د ګټو په هکله تر اوسه علم کومې پایلې ته رسېدلی.

وربشې د پام وړ ویټامینونه او معدني مواد لري

وربشې د پام وړ ډول ډول مغذي مواد لري. وربشې نیاسین لري چې د ویټامین بي له خاندان څخه دي او ستاسو وجود د دې په واسطه خواړه په انرژي بدلوي. همدارنګه نیاسین د عصبي سیستم، ګوارشي سیستم او د پوست د روغتیا لپاره ډېر اهمیت لري.
همدرانګه وربشې د یو بل ډول بي ویټایمن لرونکې دي. ویټامین بي شپږ چې زموږ مغز او د وجود ایمني سیستم ته ډېره ګټه رسوي.
وربشې ډېر زیات منګنز، سلنیوم (مهمه د تلوئید روغتیا لپاره) او فسفر (اړین د غاښونو او هډوکو د روغتیا لپاره) او همدارنګه اوسپنه هم لري.
وربشې د زړه د ناروغیو مخنیوی هم کوي.
وربشې د فلاوونوئید لرونکي دي او فلاوونوئید هم فیتو شیمیایي ده چې دانشمندانو په هکله یې ډېرې څېړنې کړې. فلاوونوئید په کمله عضلاتو کې هغه مواد دي چې ویل کېږي د زړه له ناروغۍ او حتا له سرطان څخه مخنیوی کوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.