خبریال: فضل الله فضلي
دوه ساعته وړاندي د افغان امنیتي ځواکونو او پاکستانیو ملېشو ترمنځ د سپین بولدک او چمن دروازې ته نږدې د دواړو لورو لخوا درنه جګړه پیل سوې ده.
جګړه د افغان په مقبوظه خاوره چمن کي د بند سوو مسافر افغانانو تر زورولو وروسته پیل سوې ده.
تېره ورځ پاکستان ویلي وه، چي د اختر په مناسبت به دروازه خلاصه وي، چي تېره ورځ یې خلاصه کړې او نن یې بنده ساتلې وه، چي زرګونه افغان مسافر د کرښي ها غاړي ته بند پاته سول.
د کرښي د دروازې د نه خلاصېدو سره سم، په چمن کي پرلت کوونکو په تاتریخوالي لاس پوري کړی او پاکستاني ځواکونو ته یې زیات مالي زیانونه اړولي.
په پایله کي پاکستاني ملېشو افغان مسافر او لاريون کوونکي په نښه کړي، چي درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.
نن ماښام ناوخته د دواړو ځواکونو ترمنځ نښته سخته سوې.
سپین بولدک ولسوالۍ ته د کندهار امنیه قومندان جنرال تادین خان او د سرحدي لوا قومندان جنرال انبیا د نورو افغان ځواکونو سره یو ځای رسېدلي او جګړه لا هم دوام لري.
څو شېبې وړاندي افغان ځواکونو پاکستاني ملېشې پر شا کړي او دروازه یې افغان ځواکونو ته پرې اېښي ده.
په جګړه کي د دواړو لورو ترمنځ د مرګ ژوبلي کره معلومات نسته، خو په جګړه کي لسګونه ملکي کسان په سپین بولدک روغتون بستر او نور د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته پر لاري دي.