بایوباب ونه؛ په تنه کې ۱۲۰زره لېټره اوبه ځایوي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
ژباړه: ملیحه ناصري

دا ونه له فزیکي پلوه ستره او لوړه ده. د اسټرالیا او افریقا په ځینو سیمو کې شته؛ خو شرط یې دا دی چې یوازې په هغو ځمکو کې راخېژي چې ارتفاع/لوړوالی یې لږ وي. کله چې په مني کې یې پاڼې ورژېږي، هيښوونکې منظره جوړوي، ته وا دا نورې عادي ونې مو سرچپه کړي او جرړې یې سر ته ختلي دي.
لوړوالی یې ۵ تر ۳۰ او قطر یې ۷ تر ۱۱ متره وي. تر ټولو ستره ونه یې د افریقا په لیمپوپو کې ده. دا ونې د افریقایانو د پام وړ دي؛ ځکه چې په دېرو برخو کې یې کاروي. ډېری وخت یې منځ تشوي، غلې/دانې پکې زېرمه کوي، یا هم اوبه پکې ساتي.
کله کله یې مړو ته د تابوت پر ځای هم کاروي. په صنعت کې هم خورا کارونه لري. له پوستکي یې یو ډول درمل او پاڼو نه یې سبزي یا سابه جوړوي. کله پاڼې وچې کړي د اوړو پر ځای یې هم کاروي.
زړي یې ويټامین سي لري. له بېلابېلو برخو یې صابون، سریښ، غاړکۍ او رخت چمتو کوي.