ملیحه ناصري
د بریټانیې د ولیهعد مېرمنې له کورني تاوتریخوالو خلاص شويو خلکو ته یو لیک کاږلی.
دا لیک چې ګارډين ورځپاڼې خپور کړی، د بریټانیې د ولیعهد مېرمنې ( کامیلا) پکې ویلي چې د کرنټين د مودې له پیله د کورنیو تاوتریخوالي مسئلې سخته خواشینې کړې ده.
هغه لیکي:
« زموږ هېواد شپږ میاشتې مخکې کرنټين شو. تقریباً په یوه وخت کې د ښه او بد انساني چارچلن شاهدان وو.»
هغه وايي داسې اټکل کېږي چې د مارچ له میاشتې راهیسې د کورني تاوتریخوالي کچه ۲۰سلنه لوړه شوې ده. همدارنګه د ټيلیفوني اړیکو څارونکو لیکو(رفیوج) کې د اړیکو شمېر ډېر ښودل شوی دی.
کامیلا وايي، سره له دې چې زموږ د ژوند ډېری چارې عادي حالت ته ستنې شوي؛ خو داسې کسان هم لرو چې د کرنټین د تاوتریخوالي خبره یې لا نه ده ختمه شوې. همدې لپاره په هره لاره چې شونې وي د هرې هغې مرستې چې زموږ په وس کې وي، ادامه ورکول یې حیاتي خبره ده.
کامیلا وايي:
«هر هغه لوستونکي ته وایم چې په دې وضعیت کې دی، هیله کوم پوه شئ چې یوازې نه یاست!»
هغه په خپل دې لیک کې هغې خیریه بنسټ (سیف لایوز) ته نغوته کوي چې هلته پکې مدیره ده.
دا هم وايي:
«د کلونو په بهیر کې د هغو مېرمنو، نارینهوو او ماشومانو د لیدو ویاړ را په برخه شوی چې له کورنیو تاوتریخوالو تښتېدلي دي او دا پرېکړه یې کړې چې د نورو د ژغورنې په پار به خپلې کیسې هغوی ته کوي.»
تر دې وروسته د (ویکي) په نوم یوه ښځه یادوي چې تر کورني تاوتریخوالي وروسته پولیسو ته تللې ده.
هغې زیاته کړه:
« تر شپږ میاشتو کرنټین وروسته جوته شوه چې یوازې کووېډ ۱۹ ورانوونکې ناروغي نه وه چې زموږ پر ټولنه یې برید کړی.»