ژباړه راټولونه: مریم محمدي
دا یو منل شوی حقیت دی، پرهغه څه چې اسلام ټينګار کړی، هغه د بشر په ګټه وي. د اسلام مبارك دين خپل پيروان د شپې وختي ويده كېدو او سها ر وختي پاڅيدو ته هڅوي لكه چې الله تعا لى(ج) فرمایي:
( و قرآن الفجر ان قران الفجر كا ن مشهودا ) يعنى: او د سها ر لمونځ ادا كړئ، ځكه دا د شپې او ورځې د ملايكو د حاضريدو وخت دى.
همدارنګه د اسلام ستر پیغمبر رسول الله (ص) فرمايي: د سهار دوه ركعته لمونځ له دنيا او هغه څه چې په دنيا كې دي غوره دى.
همدارنګه په بل ځاى کې بيا داسې فرمايي: زما د امت په وختي پا څيدلو كې بركت اچول شوى .
اوس راځو دې ته چې طب له نظره سهار وخته پاڅېدل انسان څه ګټه لري:
۱- سهار وخته پاڅېدل د انسا ن عصبي فعاليتونه تقويه کوي
د لمر ختلو مخكې سهار وخته په هوا كې د ګټور ګازونو فيصدي زياته وي، خو د وخت په تېرید سره په ورو ورو كميږي، تر دې چې له لمر ختلو وروسته په مكمله تو ګه له مينځه ځي .
روغتیا پالان وايي دا ګټور ګاز د انسان عصبي سيستم، فكري، ذهني او عصبي فعاليتونو ته تقويت وركوي او پدغه وخت كې د انسا ن فكري او بدني قوه خپل اعظمي حد ته رسيدلي وي، ځكه كومه خوږه وږمه چې سهار وختي لګيږي د هغى مثال بل وخت نه ليدل كيږي.
۲ – سهار وخته پاڅېدل ورځنی فعالیت ښه وي
د لمر ختلو پر وخت د لمر رنګ سوروالي ته نږدي وي او دا معلو مه خبره ده چې سور رنګ انسان كار او فعاليت ته هڅوي او پدې وخت كې د لمر وړانګې په بدن كې ويټامين ډي هم جوړوي.
۳ – سهار وخته پاڅېدل له ناروغیو مو ژغوري
سهار وختي پاڅيدل انسان په زيات خوب باندې له عادت كېدو څخه ساتي. څیړنو ثاتبه کړې، هغه كسا ن چې په دوامداره توګه ډېر خوب کوي، د زړه په ناروغيو د اخته كيدو زياد چانس لري، ځكه پدې وخت كې انسان زيات وخت ساكن یا بې حرکته وي، چې په پایله کې د ويني په رګونو كې غوړ موا د رسوب كوي، د ويني فشار لوړيږي او دزړه د رګونو د بنديدو له امله زړه له نا څا پي حملو سره مخ كيږي.
۴ – سهار وخته پاڅېدل بدن ته انرژي ورکوي
ډاکتران وايي كورتيزول هغه ماده ده چې د بدن فعاليت زياتوي په وينه كې د قندونو اندازه لوړوي او بدن ته انرژي او قوت وركوي، دا ماده سهار وختي په بدن كې خپل لوړ حد ته رسيږي .