ژباړه: محمد عزيز پردېس
له ډېر پخوا څخه دا اعتقاد دی چې بايد شپې وختي ويده او سهار وختي ويښ شو او د ځوانانو لپاره د لويانو او پوهانو تاکيد دی چې بايد سهار وختي ويښ شئ. اوسنی طب هم په دې خبره تاکيد لري. که همدا نن د سهار وختي پاڅېدو له ګټو څخه خبر شئ، نو پرته له شکه چې وروسته له دې به دې برخې ته ډېره پاملرنه وکړئ:
۱) منظمه کېږئ
سهار وختي له خوب څخه پاڅېدل غښتلی هوډ او اراده غواړي. سر له ننه هوډ وکړئ چې د شپې به وخته ويده کېږئ او سهار به وختي راپاڅېږئ. د دې کار په عملي کولو به مو منظم ژوند لاپسې منظم او په زړه پورې شي. ( تجربه يې کړئ ).
۲) خلاقه او نوښت لرونکي کېږئ
ټول کسان د برياليتوب او پرمختګ په لټه کې دي، له برياليو کسانو څخه وپوښتئ چې د برياو دلايل يې څه دي؟ پرته له شکه چې، سهار وختي پاڅېدل به د دوی د بريا يو مهم دليل وي. که غواړئ په ژوند کې مو خلاقيت او نوښت رامنځ ته شي، نو وختي پاڅېدل مو عادت وکرځوئ.
۳) با احساسه او انرژي لرونکي به ياست
که خوب مو پوره وي او سهار وخته پاڅېږئ، نو د ورځې پيل به مو انرژي لرونکی وي. کله مو چې سهار په خوښۍ او ډېرې انرژۍ سره پيل کړ، نو ټوله ورځ به مو همداسې خوښه او بريالۍ وي. سهار وختي وروسته د اودس، لمونځ او تلاوت څخه ورزش خپل عادت وګرځوئ.
۴) د رضايت احساس به ولرئ
احساس وکړئ چې د سهار د چای وخت دی او تاسو ټول هغه کارونه ترسره کړي چې د سهار لخوا يې ترسره کول اړين او مهم دي. په رښتيا سره چې دا شېبه به تاسو لپاره خوندوره وي. د سهار لخو په کورني کارونو کې برخه اخېستل، ورزش کول، مطالعه کول، اوبه څښل او قدم وهل تاسو ته د رضايت احساس درکوي.
۵) د مطالعې لپاره به کافي او ارامه وخت ولرئ
تصور وکړئ چې د سهار ۴ يا ۵ بجې ويښ شوي ياست، دا هغه وخت دی چې نړۍ د يوې نوې ورځ لپاره په چمتو کېدو وي او ډېری خلک ويده وي.
په همدې اساس تاسو خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ارامه او خلاصه فضا لرئ او د مزاهمت اټکل کم وي. شور ماشور کم وي او په اسانۍ سره کولی شئ چې خپله مطالعه وکړئ.
۶) د کورنۍ سره د وخت تېرولو لپاره به بشپړ وخت ولرئ
اوسنی ژوند ډېر بوخت او مصروف ژوند دی، د کورنۍ له مشرانو څخه نيولې د کورنۍ تر ماشومانو پورې ټول د ورځې په جريان کې بوخت وي او معمولا د شپې لخوا هم ټول ستړي وي. که سهار وختي له خوبه پاڅېږئ، نو دا موکه به ولرئ چې د خپلې کورنۍ د غړو سره کښېنئ، خبرې اترې وکړئ او ټولو ته رسيده ګي وکړئ.
۷) تاسو به له ټولو څخه مخکښ ياست
که سهار وختي له خوبه پاڅېږئ، د دې لپاره به کافي وخت ولرئ چې خپل ورځينی پلان چې د شپې لخوا مو ترتيب کړی دی، بيا کتنه وکړئ او ورځ د منظمې برنامې په لرلو سره پيل کړئ. که ژوند مو د برنامې په لرلو سره مخ ته لاړ شي، نو پرته له شکه چې تاسو له ټولو مخکښ ياست.
۸) ورځ به مو له لاسته راوړنو څخه ډکه وي
که سهار خېزه ياست، کولی شئ چې د ورځې په جريان کې د کېدونکو کارونو لېست برابر کړئ. سهارنی وخورئ او د کار لپاره چمتو شئ. کله چې کاري ځای ته په وخت ورسېدئ، نو هلته به خپل کارونه په ارامۍ او پرته له وارخطايۍ سره مخ ته يوسئ. دې ته وايي بريالۍ او د لاس ته راوړنو څخه ډکه ورځ.