ژباړه: عمران لمر
لکه څنګه چې پوهېږئ؛ يو له هغو دلايلو چې وفاداري سختيږي دا دی چې د ښځې او خاوند تر منځ علاقه او مينه کمه شي.
اوس د دې لپاره چې په ګډ ژوند کې وفاداري زياته کړو؛ لاندې مشورو ته پاملرنه وکړئ:
تېرې خاطرې هېرې کړئ.
نن ورځ انجونو او هلکانو ته د ژوند د ملګري د انتخاب د حق ورکولو په اساس؛ ممکن ښځې او يا خاوند يې له نکاح وړاندې يو بل انتخاب درلود؛ چې په هر دليل له واده وروسته هم پای ته نه دی رسېدلی.
تېرې خاطرې د هر انسان د حافظې يوه نه بېلېدونکې برخه ده؛ مګر ځينې وختونه دا خاطرې ممکن انسان وځوروي او د ژوند له اصلي لوري يې بې لارې کړي.
له وفادارۍ سره د دې خاطرو اړيکه د دې لپاره وايو چې ځينې وختونه چې تاسې په هر دليل له خپل ګډ ژونده ستړي، خفه او يا غوصه شئ؛ نو په لاشعوري ډول تېر ژوند ته راګرځئ او ممکن اوسنی ژوند مو له هغه چا سره چې ستاسې د ماضي برخه ده؛ پرتله کړئ او همدا پرتلنه ممکن ستاسې لپاره د وخت په تېرېدو ستونزې وزېږوي.
په ياد ولرئ چې د ترټولو ښه خاوند او يا تر ټولو ښې مېرمنې تر څنګ هم ژوند کول يو څه ستونزې لري؛ چې د وړاندوينې وړ نه دي. ستونزې د ژوند يوه برخه ده او تاسې په دې ځانته دوکه نه شئ ورکولای چې که د بل چا په څنګ کې وئ؛ نو کومه ستونزه به ستاسې لپاره نه وه.
د دې تر څنګ وفاداري يواځې بهرنۍ پديده نه ده؛ بلکې ښځه او خاوند بايد په خپل ذهن او فکر کې هم يو بل ته وفاداره وي.
د دې لپاره چې په خپل ذهن او فکر کې هم خپل د ژوند ملګري ته وفادار شئ؛ نو د ګډ ژوند د هماغه پيل را په دې خوا نور خپل تېر ژوند ته مه ګورئ. تاسې خپله ټاکنه کړې ده او د واده کولو پرېکړه مو کړې ده؛ نو خپل تېر ژوند ته د ورګرځېدو هيڅ دليل نه پاتې کېږي.
له ځانه سره ژمنه وکړئ چې نور د خپل ژوند له ملګرې پرته د بل هيچا په اړه فکر نه کوئ؛ ځکه په دې کار سره تاسې خپل ځان ته ځور ورکوئ.
هڅه وکړئ چې ګډ ژوند مو درته هره ورځ له ښايسته او نه هېرېدونکو خاطرو ډک اوسي؛ تر څو تېرې خاطرې مو ورځ تر بلې د دې په منځ کې ورکې او هېرې شي.
همېشنۍ وفاداري
کله چې هر څه ښه او طبيعي وي او تاسې هم ښه يئ؛ نو کوم سخت کار مو نه دی کړی. د ژوند کولو هنر او له ژوند سره ښکېلتيا هغه وخت رامنځته کېږي چې ستونزه او يا سختي رامخې ته شي.
معمولاً هغه وخت چې د ښځې او خاوند وفاداري يو بل ته په خطر کې لوېږي؛ نو ستونزې زېږوي.
البته دا بايد د دې له پاره توجيه نه شي چې د ښځې او خاوند وفاداري له پوښتنې لاندې راشي؛ په ياد ولرئ چې وفاداري د ښځې او خاوند لپاره يو له لازمي او ضروري ځانګړنو څخه ده او له دې سرغړونه د هيڅ ډول توجيه وړ نه ده.
د غوصې پر وخت وفاداري:
هيڅ داسې دوه انسانان به پيدا نه وي چې د يو بل تر څنګ له هيڅ ډول اختلاف نظر او ټکر پرته ژوند وکړي؛ نو ځينې داسې وختونه هم رامنځته کېږي چې تاسې د خپل ژوند د ملګري له وجې غوصه کېږئ؛ مګر دا دليل نه شي کېدلای چې تاسې غواړئ د هغې په وړاندې په خپلې وفادارۍ سترګې پټې کړئ.
په داسې وختونه کې هڅه وکړئ چې د هغه کار په وسيله چې تاسې آراموي؛ خپله غوصه کنترول کړئ او هيڅ وخت د غوصې په حالت کې پرېکړه ونه کړئ.
د ژوند د ملګري په نه شتون کې وفاداري:
د ژوند ملګري ته وفاداري يو له هغو ځانګړنو ده؛ چې له واده کولو وروسته بايد يوه لحظه هم له تاسو بېله نه شي او دا وفاداري بايد د ژوند د ملګري تر شتونه تړلې نه وي؛ خو که د ژوند ملګرې مو درسره نه وه او تاسې وفادار پاتې شوئ؛ نو کوم غټ کار مو نه دی کړی؛ يواځې خپله دنده مو سرته رسولې ده.
په هغه وخت کې وفاداري چې د ژوند له ملګري مو تېروتنه شوې وي:
هر انسان په خپل عملي ژوند کې تېروتنې کوي؛ مګر د دې سزا له هغې سره خيانت کول نه دي. تاسې بايد هڅه وکړئ چې د هغې او خپلې تېروتنې ختمې کړئ؛ نه دا چې هره تېروتنه له هغې په لويه تېروتنه جبران کړئ او خپل ژوند مو د دې تېروتنو له وړانګو لاندې کړئ.
د ژوند ملګري ته ستاسې وفاداري بايد همېشنۍ وي او په دې برخه کې بايد هيڅ شرط او تبصرې ته غاړه کېنږدئ.
د ژوند د ملګري د وفادارۍ جلبول
هماغه ډول چې بايد په جنسي اړيکو کې وفادار واوسو؛ د ژوند د ملګري د وفادارۍ جلبول هم زمونږ دنده ده. ممکن ډېری خلک چې له وفادارۍ کږېږي؛ د ځان او نورو لپاره د ژوند د ملګري چلندونه بهانه کړي. سره د دې چې دا توجيهات په هيڅ ډول د منلو وړ نه دي؛ مګر کولای شئ د ځينو نقطو په رعايت او دقت له هغوی سره ځان او خپل د ژوند ملګري ته په وفادار پاتې کېدو کې مرسته وکړئ:
وفاداري: کله چې تاسې وفادار اوسئ؛ نو خپل د ژوند ملګري ته مو د دې اجازه نه ورکوئ چې په ګډ ژوند کې وفاداري له ياده وباسي.
رښتينولي: د وفادارۍ له نښو يو هم رښتينولي ده او تر هغې چې تاسې د ژوند له ملګري سره رښتيني نه شئ؛ وفادار هم نه شئ پاتې کېدلای.
د ستونزو حل: هر کله چې ستاسې او د ژوند د ملګري تر منځ مو ستونزه رامنځته کېږي؛ هغه حل کړئ. د ستونزو هېرول هيڅ څه نه حلوي؛ مګر د هغه په حلولو تاسې کولای شئ؛ خپل ګډ ژوند نېکمرغه کړئ.
پر ځای تېرېدنه: له تېرېدنې پرته ژوند بې ارزښته دی؛ تاسې او د ژوند ملګری مو بايد د يو بل په وړاندې ګذشت ولرئ؛ تر څو وکولای شئ د يو بل له تېروتنو تېر شئ؛ مګر دا تېرېدنه بايد په اندازه او پر ځای وي.
که تاسې وغواړئ چې له ټولو ستونزو تېر شئ؛ نو ټولې ستونزې پرته له دې چې حل شي، پاتې کېږي او په لويو ستونزو بدلېږي او همداسې که وغواړئ چې له هيڅ څه هم تېر نه شئ او په کرکې، غوصه او قهر سره له ټولو ستونزو سره مخ شئ؛ نو نه شئ کولای چې يو بريالی ژوند ولرئ.
د يو ډول اوسېدو له منځه وړل او د هيجان رامنځته کول: ژوند او مينه په خوښۍ او هيجان خوږه کېږي. تاسې او د ژوند ملګری مو خوښۍ او هيجان ته اړتيا لرئ؛ نو ځينې وختونه بايد يو ډول ژوند کول لېرې کړئ او مه پرېږدئ چې په هره ورځينۍ کارونو کې ښکېل شئ.
انسان د يو ډول ژوند کولو تر څنګ په هيجان پسې هم ګرځي؛ نو پرېږدئ هيجان د ژوند له ملګري سره تجربه کړئ او د ژوند ملګری مو هم ستاسې تر څنګ له يو ډول ماشيني ژونده بهر راووځي.
په مينه تمرکز کول: هېر مو نه شي چې د ژوند له ملګرې سره د واده کولو يو دليل دا هم و چې له يو بل سره مو مينه درلوده.
تاسې بايد په خپل جنسي ژوند کې تل مينه کول لومړنی او لازمي کار وګڼئ.
داسې فکر مه کوئ چې د ژوند طبيعي بهير دا دی چې د وخت په تېرېدو سره مينه خپله له منځه ځي او په يو عادت بدلېږي؛ بلکې مينه د يو ګل په څېر ده چې خيال ساتلو ته ضرورت لري او که تاسې دا هېر کړئ او ټول تمرکز مو د ژوند په نورو کارونو وکړئ؛ نو طبيعي ده چې هغه له منځه ځي.
مګر که ورته پام وکړئ او د ژوند په ټولو مسايلو کې مينه داخل کړئ، روزنه يې وکړئ او د ژوند د ملګري تر څنګ مو د مينې د لاقوي کولو لپاره هڅه وکړئ؛ نو ډاډه اوسئ چې تل به له مينې ډک ژوند وکړئ او هيڅکله به په عادت او يو شان ژوند کولو اخته نه شئ.
ملګرتيا: ځينې وختونه د ژوند شريکان په ګډ ژوند کې فقط ځانونه يو شريک ګڼي او په خپلو لومړنيو دندو عمل کوي؛ مګر بايد پوه شئ چې بريالي د ژوند شريکان هغه وي چې د يو بل سره ښه ملګري وي، يو بل درک کوي، له يو بل سره صميمانه چلند کوي او په اسانۍ کولای شي له يو بل سره په آرامه خبرې او بحث وکړي.
په ځان باور او خپل ځان ته رسېدنه: ځينې وختونه د ژوند شريکان د ژوند په ورځنۍ او عادي مسايلو کې دومره ډوب وي چې خپل ځان ترې هېر وي، دا خلک چې هر وخت ووينې د کار کولو په حال کې وي او يا هم ستړي او بې حوصلې وي او تر ډېره ځانته نه شي رسېدلی او په ظاهري ډول ګډوډ او په روحي ډول نا آرامه وي. تاسې بايد خپل وجود او روح ته ارزښت ورکړئ او هغه روغ او ښايسته وساتئ؛ تر څو ستاسې د ژوند ملګری ستاسې له وجوده خوند واخلي.
تاسې بايد د دې تر څنګ په ځان باور او عزت هم وساتئ؛ تر څو د ژوند ملګري ته يوه رښتينې راښکنه واوسئ.
د ژوند د ملګري خوښه جلبول: تاسې بايد د دې تر څنګ په دې هم پوه شئ چې د ژوند ملګرې مو له تاسې او له تاسې سره له ژوند کولو راضي ده او که نه؟
کله کله تاسې فکر کوئ چې خپلې ټولې دندې مو عملي کړي او ټولې هڅې مو کړي دي؛ مګر کله چې د ژوند له ملګري سره کېنئ او خبرې اترې ورسره کوئ او هغه مسايل چې هغه ته اهميت لري پېژنئ؛ نو شايد وګورئ چې اکثره له هغو ته تاسې اهميت نه ورکولو؛ نو خپل د ژوند ملګری مو ښه وپېژنئ او پوه شئ چې هغه په څه خوشحالېږي او څه يې نا آرامه کوي.
د ژوند د ملګري حساسيتونه مو پيدا کړئ او د خبرو کولو او کړو وړو په وخت کې يې په پام کې ونيسئ.
په خبرو کولو سره پوهېدلی شئ چې څنګه هغه راضي وساتئ.