په ځینو هیوادونو کې د واده مراسم داسې نمانځل کیږي

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه او راټولونه: مریم محمدي
د واده نمانځل د نړۍ په په بیلابیلو هیوادونو کې بیلابیل نمانځل کیږي، نن درته دلته د افغانستان په شمول د څو هغو معلومات درکوو:
افغانستان
Afghan wedding په ځینو هیوادونو کې د واده مراسم داسې نمانځل کیږي
په افغانستان کې پوهیږئ چې د واده مراسم ډیر ارزښت لري. واده په ډېرو خوښیو سره ترسره کیږي، خو هغه دود چې له نورو هیوادونو سره توپیر لري هغه دلته د واده مراسم زیاتره درې یا څلور ورځې دوام کوي، او بیا په ځینو سیمو کې لس بیلابیل مراسم ترسره کیږي. په دې اړه ځکه ډیر نه غږیږو چې تاسې به یې په اړه معلومات لرئ.
آلمان
02 په ځینو هیوادونو کې د واده مراسم داسې نمانځل کیږي
په آلمان کې ودونه تر ډیره ډیر مختصر وي او بیا وروسته په کلیسا کې د واده اصلي مراسم ترسره کیږي.
د آلمان په ځینو برخو کې د ناوې او زوم د کور مخې ته د هغوی د کورنۍ غړي او ملګري لوښي ماتوي.
زوم او ناوې اړ دي چې دا لوښي پاک کړي او دا د دې په معنی دي چې دوی خپل ګډ ژوند له ګډ کار کولو پیل کړي.
هندوستان
03 په ځینو هیوادونو کې د واده مراسم داسې نمانځل کیږي
ډله ایز ودونه د نړۍ په کچه او په آسیا کې مخ پر ډیریدو دي. په دې انځور کې د هندوستان په کلکته ښار کې یو ډلیز واده ښودل کیږي چې له واده مخکې دوی خپل مذهبي مراسم پر ځای کوي.
دغه راز ودونه د خیریه سازمانونو لخوا برابریږي ترڅو د ودونو مصارف ټيټ شي او خلک په آسانه ودونه وکړي.
تایوان
7a4ace415f9740dc8c3a415f960da750 په ځینو هیوادونو کې د واده مراسم داسې نمانځل کیږي 
په تایوان کې که څه هم زوم او ناوې خپل عنعنوي کالي اغوندي خو د عصري ودونو مراسم ډیر رنګه او لوړه موسیقي لري.
له واده وروسته ناوې او زوم په ښار کې چکر وهي او خلکو ته ځان ښيي. په دې دوران د خپلې نیکمرغۍ د سمبول له پاره په خلکو خواږه او چاکلیټونه پاشي.
فرانسه او هالند
05 په ځینو هیوادونو کې د واده مراسم داسې نمانځل کیږي
د فرانسې او هالند په ګډون په اروپا کې ودونه په بدلیدو دي. په دې وروستیو کې د وینسنټ او برونو بویلیو دوو مشهورو کسان واده د نړیوالو رسنیو پام ځان ته اړولی وو دا ځکه چې د همجنس بازانو په کتار کې دوی د فرانسې لومړني همجنسبازه جوړه وه. په هالند کې بیا ګې میریج یا د نرانو واده له نرانو سره د لسو کلونو راهیسې قانوني کړل شوی دی.
اتوپیا
06 په ځینو هیوادونو کې د واده مراسم داسې نمانځل کیږي
په اتوپیا هیواد کې کې زوم د واده د غوښتنې له پاره د خپل کور غړی د ناوې کور ته لیږي. د واده په ورځ بیا زوم او د هغه د کورنۍ غړي بیا د موسیقۍ په غږولو سره د ناوې کور ته ورځي او ځان ښوونه کوي.
تونس
07 په ځینو هیوادونو کې د واده مراسم داسې نمانځل کیږي
په تونس کې ناویانې معمولاً د «کیسوه» په نامه عنعنوي جامې په تن کوي. په دې کالیو کې ملغلرې او قیمتې کاڼې اوبدل شوي وي نو له دې امله دا جامې ډیرې قیمتي دي.
معمولاً د کیسوه په نامه دغه جامې کرايي وي او د یوې شپې کرایه یې د ۱۰۰ نه تر ۱۵۰۰ یورو پورې وي.
جنوبي کوریا
08 په ځینو هیوادونو کې د واده مراسم داسې نمانځل کیږي
په جنوبي کوریا کې اوس هم ځینې ځوانې جوړې په زاړه رواجونو ودونه کوي. له دې مراسمو مخکې، د زوم او ناوې ترمنځ ځینې ډالۍ هم تبادله کیږي.