اول راځئ واده کړي داسې صحنې ته بوزم چې پرې تیر شوي او مجردان دې ورته چمتو شي.
ډیرو سیمو کې چې کله نامزادي وشي، نو اخترونو کې چې زوم د سخر کور ته ورځي، له ځان سره د بیلابیلو وچو تازه میوو، جامو، ګاڼو ترڅنګ یو بل لګښت هم کوي او په اصطلاح جیب ته اور اچوي.
هغه لګښت دا دی چې د سخر کور ماشومانو، ښینو، د میرمن تره لورګانو، خواښې ته پیسې ورکوي، دا که لږې وي که ډیرې، خو ورکوي یې، ان نامزادې ته هم د بل چا په لاس پيسې لیږي.
ډیر کله چې زومګکی شرمناک وي، اوتر شي یا ترې هیر شي، نو کوچنۍ خور، ورور یا بل څوک چې ورسره تللی وي، هغه یې ور یادوي، که له هغه هم بیا پاتې شي، نو د سخر کور شا او خوا خلک ورپسې خاندي چې شوم او سخت دی او دا زومګکی غریب بیا کور کې هم ارام نه وي، خلک ورته کور کې هم پیغور ورکوي چې ولې دې داسې کړي.
اوس دې نامزادان له دې جالب دود هم خبر شي:
د اختر په ورځ یې د ښايست ستاينه !
دغه رواج چې د ” نمک حلالې” په نوم ياديږي؛ داسې دی، کله چې خاوند داختر له لمانځه څخه راوګرځي، ښځه چې ټول کور یې صفا کړی، ځان یې هم سينګار کړې وي او د خاوند د راننوتلو په انتظار ناسته وي، تر دې چې خاوند یې کور ته رادننه شي، ميرمن یې د چای او یا هم نور څه چې د خوراک لپاره اماده کړي خاوند ته مخته کړي .
خاوند یې په مسکا او درنښت استقبال وکړي، او د ښځې د لاس لوښی، پياله او يا هم بل لوښی نور … خالي نه ورپريږدي، د سرو زرو ګوتمۍ، غوږوالۍ، ميخک، پیزوان او یا هم د خپلې وسې مطابق یو څه روپۍ په پیاله کې وراچوي.
دغه دود ( رواج) د “نمک حلالې “د دود په نوم ياديږي.
دغه دود د کور د ملکې درنښت او یا ېي هم پر ښايست او هڅو اعتراف دی.
پروردګاره دخير کار کې مو مرسته وکړه.
بس راځئ تاسې کوم دودونه لرئ او لیدلي، راویې لیکئ !