که داسي یاست؛ واده مه کوئ !

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه: نوراحمد فضلي
۱: که د پلار په کور او د مجردۍ په ژوند کښي کاري مسئولیت منلو ته ژمن نه یاست او یا درسپارل سوی مسئولیت پر وخت نه ترسره کوئ. (لټي او بې مسئولیتي)
۲: که د والدینو، خویندو او وروڼو سره (چي ستاسي په فکر دلیل یې پر ځای او منطقي نه دی او یا ستاسي د خوښي اخلاق او کړه وړه نه لري) جوړوونکي او هیله بخښونکي اړیکي نلرئ او تر اوسه هم نه یاست توانېدلي چي ترمنځ مو ښې اړیکي جوړي کړئ. (له نورو سره د روانو او سمو ټولنیزو اړیکو نشتون).
۳: که مو په ژوند کښي خپل سم کسب و کار تغییر کړی وي، د ډېرو قریبانو او ملګرو سره مو اړیکي پرې کړي وي، خپله تحصیلي څانګه مو بدله کړې او یا مو تعلیم پرېښی وي، خپلي خوښوني مو پر نیمه حال همداسي پرېښي وي او ذهني، احساسي او رفتاري ثبات او پایښت نلرئ. (د فکري، احساسي او رفتاري پایښت/ثبات نشتون).
۴: په دې فکر یاست چي په راتلونکي کښي به د خپل ژوند ملګري (مېړه یا ماینې) فکر، احساس او کړه وړه د خپل ذهن او فکر مطابق تغییر کړئ. (ناسم انګېرل).
۵: که د ژوند په داسي یوه مناسب ملګري پسي ګورئ چي په راتلونکي کښي له هیڅ ډول ستونزي سره مخامخ نه سئ. (دستورالعمل نه پېژندل).
۶: که د خپلو خوښونو او علایقو لاس راوړلو له پاره، خپل کارونه او مسئولیتونه د نورو پر اوږو ورباروئ. (په خوندونو پسي تلل او مسئولیت نه منل).
۷: که مو یوازي پر خپله خبره زور وي؛ د خپلو خبرو او لیکلو ډول او منطق مو خوښېږي او د نورو په وړاندي سملاسي دفاعي او حمله کوونکی حالت غوره کوئ او د هغوی افکار، احساسات او کړه وړه یې نه سئ درک کولای. (دفاعي عکس العمل او یوازي ځان لیدنه).
۸: که خپل کمزوري او قوي ټکي په شفاف شکل نه درته معلومېږي. ( له ځانه نه خبرتیا).
۹: که لا تر اوسه مو په ځان او کړو وړو کښي د نورو له نظریاتو، وړاندیزونو او نیوکو د تغییر کوم الهام نه وي اخیستی. (د ځان مدیریت نشتون).
۱۰: که ستاسي کاري مسلې د دوستانه اړیکو، او ستاسي د دوستانو اړیکي ستاسي په کورنۍ (د پلار په کور کښي) د صمیمي اړیکو خنډ ګرځي یا ستاسي شخصي مسلې او ستونزي ستاسي د ژوند ټولي برخي اغېزمنوي. (د دندو د وېش او د نقشونو د تعارض ستونزه).
۱۱: که هیڅ رقم نه سئ کولای چي خپلي دمخه پلان سوي طرحي تغییر کړئ؛ وړتیا نلرئ( سره له دې که شرایط او حالات هم تغییر وکړي) او ډېر متعصب، تُند او انعطاف نه منونکي یاست. (د لازم انعطاف درلودلو نشتون).
۱۲: که د خپلې کورنۍ غړو، دوستانو او همکارانو ( چي ستاسي د کړنو خلاف رفتار کوي) احساسات، رفتار او افکار درک کولای نه سئ. (د ټولنیزي اګاهۍ نشتون).
۱۳: که د ډېر غوږ نیولو پر ځای ډېري خبري کوئ او ددې پر ځای چي ډېر تلاش د نورو په فهمولو کښي وکړئ، کوشش کوئ چي نور تاسي درک کړي. (د اړیکي د مدیریت نشتون).
۱۴: که ډېر هیجان غوښتونکي یاست او یوازي، هیجانات تاسي هرخوا کشوي او د خپلو غوښتونو پر ځنډولو توانا نه یاست. ( کمزوری هیجاني/احساسي ذکاوت).
۱۵: که د خپلو کړو وړو، احساساتو او خبرو له پاره اسلوب او روش نلرئ او سملاسي د نورو په وړاندي غبرګون ښکاره کوئ. (انعکاسي یا بې تعقله روش، د مسلې د حل په طریقه کښي ستونزه).
۱۶: که مو عادت وي چي د ستونزو د هواري پر ځای له هغو تښته یا ډډه وکړئ یا هم د ستونزو او مسایلو په وړاندي بې تفاوته یاست. (د پېښو په وړاندي اجتنابي ځواب).
۱۷: که د نورو له نقطې نظره او د هغوی په سترګو کښي، تاسي یو متکي، احساساتي، بدبین، ګوښه ګیر، تُندخویه، ځان غوښتونکی، غمګین، توهینوونکی کس معلومېږئ. ( د شخصیت اختلال).
۱۸: که فکر کوئ چي د ټولي ځمکي پر سر، بس یوازي و یوازي یو شخص ستاسي وړ دی او ورسره واده کول ارزښت لري او کنه نور ستاسي ژوند بې معنا دی او باید ومرئ یا د عمر تر پایه مجرد پاته سئ. ( ناسم انګېرل، د احساساتو د کنټرول نشتون، کمزوری احساسي ذکاوت).
۱۹: که پرته له دې چي ځان مو دقیق ارزیابي کړی او پېژندلی وي، د ژوند د ملګري په لټه کښي کېږئ. ( ځان نه پېژندل).
۲۰: که اوسنی حالت مو هیله بخښونکی او قانع کوونکی نه وي او له دې حالته د وتلو او خلاصېدلو په موخه، واده کوئ. ( د مسلې د حل په طریقه کښي ستونزه.)