ليکنه او راټولونه: شپنه سلګۍ
واده هغه عاطفي او حقوقي اړيكه ده چې د هلك او نجلۍ د رضايت پر بنسټ او له هغو شرايطو سره سم، چې په فقه كې ټاكل شوي، رامنځته كېږي.
د هېواد د مدني قانون د ۶۰ مې مادې پر اساس، د واده په وسيله د ښځې او نارينه معاشرت ته د كورنۍ د جوړولو په هدف مشروعيت وركول كېږي او د دواړو خواوو ترمنځ ځينې حقوق او و جيبې رامنځته كېږي.
د نكاح تړل د ښځې او نارينه ترمنځ شرعي حكم دى.
د واده په كولو سره د كورنۍ جوړول، د يوې سالمې ټولنې د جوړولو په خاطر لومړنى ګام دى.
د دې نېك سنت بنسټ بايد داسې كېښودل شي چې د دواړو خواوو حرمت، شخصيت، حقوق او رضايت پكې په نظر كې ونيول شي، خو په هېواد كې ځينۍ ناوړه دودونه د دې سبب ګرځي چې ډېر ځله دا معيارونه په نظر كې ونه نيول شي.
زموږ هېواد يو له بې وزلو هېوادونو څخه دى چې ورځ تر بلې پكې د بېكارۍ كچه مخ په زياتېدو ده.
ډېرى ځوانان د كار د موندلو په تمه د ښار په هر چوك او سړك كې تر سره لمر لاندې ورځې تېروي او يا هم پرديو هېوادونو ته د كار په لټه پسې ځي.
خو پر دې ستونزې سربېره واده كول هم د ځوانانو لپاره يوه لويه ستونزه او اندېښنه ګرځېدلې، ځكه چې زموږ په هېواد كې له اقتصادي لحاظه ملاماتوونكى او له ټولنيز پلوه له ستونزو او كړكېچونو ډك دود دى.
د لګښتونو پيل
د واده لومړى ګام د نجلۍ كور ته د هلك له خوا مركه ورلېږل دي، د نجلۍ د كورنۍ له خوا د دې اړيكې د منلو په صورت كې د هېواد په زياتو سيمو كې پر هلك د ولور يا شير بها په نوم پيسې اېښودل كېږي او ځينې وختونه بيا د دې پيسو اندازه تر دې حده ملا ماتوونكې وي چې هلك دې ته مجبوره شي چې پردي هېواد ته د كار كولو لپاره لاړ شي.
كله چې ولور هم د هلك د كورنۍ له خوا ومنل شو، نو د نجلۍ د كورنۍ له خوا د لفظ په نامه د هلك كورنۍ ته يو څه شيريني وركول كېږي چې د هلك كورنۍ بايد د دې دستمال پر ځاى يوه اندازه پيسې كېږدي.
صالحه چې د كابل ښار اوسېدونكې ده او يوه مياشت مخكې يې خپل زوى ته كوژده كړې، وايي چې د دوى په منځ كې د ولور وركول دود نه دى، خو دې د لفظ د اخيستو پرځاى ۲۰ زره افغانۍ او كله چې يې دستمال يا غټه شيريني واخيسته، نو ۱۰۰۰ ډالر يې پر ځاى كېښودل:
“همدا د واده د لګښت پيل دى، تر دې وروسته مې په كور كې د كوژدې مراسم ترسره كړل چې يو نيم سل تنو خپلوانو ته مې پكې بلنه وركړه او لګښت يې څلور سوه زره افغانۍ شوې.“
نوموړې وايي چې دا يې د كلونو سپما شوې پيسې وې او اوس به دې ته په تمه وي چې د واده لګښت څه وخت پيدا كوي.
په كوژدې كې سره زر، د آرايشګاه پيسې او كه چېرې په هوټل كې وي، نو د هوټل لګښت، د ګلپوش موټر پيسې، د نجلۍ د كوژدې كميس او د فلم بردارۍ د كامرې او داسې نور لګښتونه هم ورسره وي.
جلال احمد، چې د ده بوري په څلورلارې كې د ګلانو د پلورنځي او د فلم بردارۍ دوكان لري، وايي چې د واده او شيريني خوري دواړو مراسمو لپاره د ګلپوش موټر بيه يوه ده:
“موږ د كتلاك له مخې كار كوو چې د ډيزاين له مخې د ګلپوش موټر بيې له ۵۰۰ افغانۍ څخه نيولې تر دوه نيم زرو افغانيو پورې دي.“
د نوموړي په وينا، د فلم اخيستو بيې هم يو تر بله توپير لري.
“كه چېرې څوك وغواړي چې د فلم اخيستو يونټ غوره كړي چې څلور كامرې او پراجكټور لري او د واده د محفل په پاى كې بشپړ شوى فلم مشتري ته وركړو، نو كرايه يې ۱۸ زره افغانۍ ده، په همدې ډول د ښځينه فلم اخيستونكې كرايه ۴۵۰۰ او د نارينه درې نيم زره افغانۍ ده.“
جلال احمد زياتوي چې د كور او هوټل دواړو په محفل كې بيې توپير نه لري، خو د شپې او ورځې په محفل كې د بيو يو څه توپير شته.
جلال وايي چې د محفلونو شمېره په فصل پورې اړه لري او د كار په فصلونو كې په يوه مياشت كې ۱۰ ودونه په هوټل او درې په كور كې لري.
د هغه په وينا، د ګلپوش موټر ترڅنګ ځيني نور خدمتونه هم موجود دي، لكه د سټېج ډيزاينول چې له ۸ زرو څخه تر۵۰ او ۶۰ زرو افغانيو بيې لري.
“همدارنګه د نكريزو سبد چې كرايه يې ۱۰۰۰ افغانۍ او خرڅول يې درې نيم زره افغانۍ دي، جګ او ګيلاس ۸۰۰ افغانۍ او كېك له ۱۵ سوه څخه پيل تر ۱۰ او ۱۵ زرو پورې رسېږي.“
جلال وايي چې د واده له مراسمو څخه د فلم اخيستو ترڅنګ، عكس اخيستل هم حتمي دي چې د واده او كوژدې له دواړو مراسمو څخه په ۴۰۰۰ افغانۍ اخيستل كېږي.
له كوژدې څخه وروسته بيا د يو لړ نورو رواجونو او لګښتونو لكه، د مهر او محبت د طبقونو، نوروزۍ، عيدي، براتي اود روژې په مباركه مياشت كې د روژهماتې په نامه د هلك له خوا د نجلۍ كور ته د جامو، وچې او تازه مېوې او خوړو د وړلو لړۍ پيل شي.
له دې سره سره يو شمېر كورنۍ بيا له خپل زوم څخه دا تمه لري چې په هر فصل كې د نجلۍ كور ته فصلي مېوه هم يوسي.
۲۲ كلن ځوان سليم د خپلې كوژدې د لګښت د پوره كولو لپاره خپله يوه نمره ځمكه چې له پلار څخه ورته په ميراث پاتې وه، خرڅه كړې او د واده د لګښت د پوره كولو لپاره ايران ته تللى وو، خو د غير قانوني كډوال په نوم د پوليسو له خوا نيول شوى او دوه كاله يې په زندان كې تېر كړي دي.
“اوس چې هېواد ته بېرته راستون شوى يم د نجلۍ كورنۍ غواړي چې واده وكړم، كه نه نو هغوى خپله لور بل چا ته وركوي، حيران يم چې دا لګښت له كومه كړم، زه خو د خپلې كورنۍ د ډوډۍ پيسې هم نه لرم.“
ملا ماتوونكى لګښت
كه څه هم ځینې كورنۍ په كوژده كې د نجلۍ د كورنۍ په غوښتنه هغې ته سره زر اخلي، خو ځينې نورې كورنۍ بيا د واده په وخت كې دا كار كوي، خو په هر صورت د سرو زرو اخيستل حتمي دي او په دې برخه كې هم د نجلۍ كورنۍ له خپلو خپلوانو سره سيالي كوي او د هلك مالي توان ته نه ګوري.
د كابل ښار يو تن زرګر مسيح الله حبيبي وايي چې دوى د سرو زرو بېلابېل ډولونه لكه بحريني، مدراسي، سينګاپوري، عربي، كويټي او مصري لري، خو كويټي سره زر زيات اخيستونكي لري چې د كيفيت له لحاظه لوړ او د ورځې موډ دى.
د نوموړي په وينا، د سرو زرو د سيټونو بيه له ۷۰ زرو څخه پيلېږي او هر څوك يې د خپل توان برابر اخلي:
“ځينې وختونه په اونۍ كې ۵ سيټه سره زر خرڅوو.“