- ژباړه: نسیمه محمدي
د اسوشېټېډ پرس خبري آژانس خبر ورکړ، د کرونا وایروس لومړی ټسټ په یوه ځوان آمریکايي داوطلب ترسره شو.
یوه آمریکايي چارواکي دوشنبه اسوشېټېډ پرس ته ویلي وو، چې د آزمایښتونو لومړی پړاو د مارچ په ۱۶مه پیلېږي. د آزمايښتونو لګښت د امریکا د روغتیا وزارت او انساني خدمتونو ادارې له لوري ورکول کېږي. د روغتیا ملي مؤسسه او «مدرنا» شرکت د دې واکسین په جوړولو کې مرسته کوي.
روغتیايي چارواکو ټینګار کړی د آزمايښتونو د بشپړې پایلې او مؤثریت معلومېدلو لپاره د یوه کال یا هم ۱۸ میاشتو ترمنځ وخت ته اړتیا ده. د اسوشېټېډ پرس د خبر له مخې ۴۵ تنه ځوانان، چې بشپړه روغتیا لري، په داوطلب ډول د واکسینونو آزمايښتونو ته حاضر شوي دي او د واکسینونو د بېلابېلو ډولونو ترلاسه کولو لپاره په تمه دي. د دې راپورونو پر بنسټ دا داوطلبان به په وایروس نه اخته کېږي، ځکه هغوی به د وایروس سره به اړیکه کې نه وي. د آزمايښت اصلي موخه د دې څخه ډاډ تر لاسه کول دي، چې واکسین جانبي اعراض ونه لري. بل پلو آلماني رسنۍ وايي د برلین چارواکي د آمریکا د دې کړنې او په دې هېواد کې د شرکت د کارولو څخه ناراضي دي.
د وروستیو شمېرنو پر اساس، دوشنبه د مارچ په ۱۶مه په آمریکا کې ۳۶۰ پېښې مثبت اعلان شوې، د اخته کسانو شمېره ۴ زره او ۶۰ تنه او دوشنبه د مړو شمېر ۷۱ تنو ته ورسېد.
د روغتیا نړېوال سازمان د ۱۲۱ زرو وګړو له اخته کېدلو وروسته، په ټوله نړۍ کې دا ناروغي «نړیواله وبا» اعلان کړه.