ویټامن ډي یو له مهمو ویټامینونو څخه دی، چې د بدن بیلابیلو افعالو کې مرسته کوي.
لکه څرنګه چې ویټامین ډي د بدن دفاعي سیستم په پیاوړتیا کې ډېر مهم رول لري، نو په همدې سبب ډیر خلک غواړي، پدې پوه شي چې ایا ویټامن ډي به د نوي کورونا وایرس کووېډ ۱۹ ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته وکړي او که نه.
دا خبره باید هېره نه کړو چې کووېډ ۱۹ تر اوس مهال کومه تداوي نه لري، خو د روغتیايي لارښوونو له مخې یوازې پاکوالي ته ډېره پاملرنه یې د ځان ساتلو لپاره غوره لار ده.
مګر په ځینو څېړنېزو راپورونو کې ویل شوي چې بدن کې په مناسبه اندازه ویټامن ډي دفاعي سیسټم سالم ساتي او د تنفسې ناروغیو مخنیوی کوي.
ویټامن ډي د بدن دفاعي سیستم په روغتیا څرنګه اغېز کولای شي؟
ویټامن ډي د دفاعي سیستم په فعالیتونو کې؛ لومړی بدن له مکروبونو او ناروغیو پر وړاندې د یو دفاعي دیوال په حیث کار کوي.
ویټامن ډي دفاعيي ردعمل په متحرک کولو کې مهم رول لري، د تبې په وړاندې مقاومت ډېره وي.
ویټامن ډي د بلابیلو مقاومتونو سربیره د ټي بي سیل یا نفس تنګۍ او نورو امراضو په ښه کیدو او د مکروبونو مخنیوی کوي.
په اصل کې د ویټامن ډي کمی د مختلفو ناروغیو سبب کېږي.
د مثال په توګه؛ د ويټامين ډي کموالی د تنفسي سيسټم له ناروغيو لکه ټي بي يا سِل، نفس تنګۍ او د سږو پر شديدې ناروغۍ سربېره له ويروسي او باکتريايي ناروغيو سره تړل کیږي.
د ويټامين ډي کموالی د پپوس یا لړمون فعالیت هم متاثره کوي چې له امله یې د ويروسونو پر وړاندې د تنفسي سیسټم د جنګېدو وړتيا متاثره کیږي.
ایا ویټامن ډي د کووېډ ۱۹ مخه نیولی شي؟
لکه څرنګه چې پورته ذکر شوي چې تراوسه کووېډ ۱۹ هېڅ تداوي نلري او نه هم په کومه څېړنه کې د و یټامن ډي سپلیمنټس یا هم د ویټامن ډي د کمي د اثر په هکله څه ویل شوي، ترڅو معلومه شي، چې د ویټامن ډي کمی د کووېډ۱۹ لپاره څومره خطر ډېرولی شي.
خو له بیلابیلو څېړنیزو راپورونو ثابته شوې، چې د ویټامن ډي کمی د بدن په دفاعیي سیسټم منفي اغیز لري او د نفس تنګۍ په ناروغیو زیاتېدو کې ډېر اغیز کوي.
ځینو څیړنیزو راپورونو کې دیته اشاره شوې چې ویټامن ډي کارول دفاعیي ردعمل چټکوي او د نفس تنګۍ له ناروغیو څخه مخنیوی کوي.
یوه تازه څېړنه چې په څوارلس هیوادونو کې په یولس زرو کسانو ترسره شوې لاسته راغلي چې د ویټامن ډي کیپسول سره تنفسي ناروغیو خطر کمېږي.
په څېړنه کې ویل شوي چې هغه کسان چې ویټامن ډي استعمالوي د یادو ناروغیو خطر نسب هغه چاته چې د ویټامن ډي کمي سره مخ وي تر دولس فیصده کم دی.
د ويټامین ډي په کارولو سره په عمر خوړلو کسانو کې چې تنفسي ناروغۍ لکه کوويډ ۱۹ ورته تر ټولو ډېر خطر پېښوي، د مړینې کچه هم راکمیږي.
لکه څرنګه چې پورته ذکر شوي چې که څه هم داسې هېڅ شواهد نشته چې د ویټامن ډي لرونکي خوړو یا هم کیپسول په کارولو سره د کووېډ ۱۹ څخه مخنیوی کېږي، خو دا چې د ویټامن ډي کمي سره د بدن دفاعیي سیستم کمزوری کېږي نو د کووېډ ۱۹ خطر هم ډېریدلی شي .
ویټامن ډي یوازینی ویټامن دی چې انسان یې بغیر له خوړو هم اخیستلی شي. یعني د څلور دېوالو بهر یا بام په سر د لمر له وړانګو څخه.
د لمر له وړانګو څخه بدن ویټامن ډي اخلي، که څه هم د خوړو ترڅنګ کپسولو څخه هم اخیستل کېږي. چربي لرونکي خواړه لکه، د هګیو زیړ، خصوصي معایات، فورټیفائیډ شیدي، فورټیفائیډ نارج جوس، او د څارویو وازدو څخه.
د یو اټکلیز راپور له مخې، په ټوله نړۍ کې د یو بیلیون څخه ډېر کسان د ویټامن ډي د کمي سره مخ دي، چې د ویټامن ډي کیپسول د ډاکټرانو په لارښوونه کاروي.
ویټامن ډي د بدن لپاره ډېر مهم دی، په ځانګړي ډول د دفاعي سیستم د روغتیا لپاره، ځکه چې د نفس تنګۍ ناروغیو په کمولو کې مرسته کوي .
نو څرنګه مو چې مخکې ذکر کړي، چې کووېډ ۱۹ اوس مهال ځانګړې تداوي نه لري او تراوسه لا کومه څېړنه هم د ویټامن ډي کیپسول په کارولو یا د ویټامن ډي د کمي په هکله نده ترسره شوي چې ترې معلومه شي چې د ویټامن ډي کمی د کووېډ ۱۹ لپاره څومره د خطر سبب کیدلی شي. خو ولې بیا هم یو روغ دفاعي سیستم د نوي کورونا وایرس سره په جنګېدلو کې اړینه مرسته کوي.