په تېرو دوو لوبو کې د ویراټ کوهلي جالیبه توپوهنه

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې او د هند په آی پي ایل سیالیو کې د رویال چلینجرز بنګلور لوبډلې لوبډلمشر ویراټ کوهلي په خپلو وروستیو کړیو دوو لوبو کې جالیبه توپوهنه کړې.

ویراټ کوهلي د بنګلور لپاره په لومړۍ لوبه کې هم په ۲۹ توپونو ۳۳ منډې وکړې او په دویمه لوبه کې یې هم پرون چهارشنبه په ۲۹ توپونو ۳۳ منډې وکړې، چې دا د کرکټ په لوبو کې خورا کم پېښيږي.

 

د رویال چلینجرز بنګلور لوبډلې لومړۍ لوبه

 

دا لوبه د آی پي ایل سیالیو پېلېدونکې لوبه وه، چې د روانې اپرېل میاشتې په نهمه نېټه ترسره شوه او پکې بنګلور لوبډلې ممبي ته په دوو ویکټو ماته ورکړه.

لومړی توپوهنه ممبي لوبډلې وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۹ منډې وکړې او سیالي لوبډلې ته یې د ۱۶۰ منډو هدف وټاکی.

ممبي ته کریس لاین ۴۹، یاداو ۳۱، کیشان ۲۸ او روهیت شرما بیا ۱۹ منډې وکړې.

کله چې بنګلور لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د ممبي له لوري ورکړل شوی هدف یې د لوبې په وروستي توپ د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او لوبه یې په دوو ویکټو وګټله.

د بنګلور لپاره ډیویلرز ۴۸، مکسویل ۳۹، ویراټ کوهلي(۲۹ توپونو) ۳۳ او ساندر بیا ۱۰ منډې جوړې کړې وې.

 

د رویال چلینجرز بنګلور لوبډلې دویمه لوبه

 

لومړی بنګلور لوبډلې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۹ منډې وکړې او سیالي لوبډلې ته یې د ۱۵۰ منډو هدف وټاکی.

د بنګلور لپاره مسکویل ۵۹ او ویراټ کوهلي (۲۹ توپونو) ۳۳ منډې وکړې.

کله چې حیدراباد لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د لوبې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۴۳ منډې وکړې او لوبه یې د بنګلور لوبډلې څخه په شپږو منډو وبایلله.

حیدراباد لوبډلې ته ډیویډ وارنر ۵۴، پانډیا ۳۸ او راشدخان بیا ۱۷ منډې وکړې.