له یوه مینه واله د ویرات کولي ویره او ځان خلاصول

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ویرات کولي د اکټوبر په دولسمه نېټه له ویسټ انډیزسره د ټېسټ لوبې پرمهال، سهار وختي مېدان کې و، چې یو ننداره کوونکي پېچ یا ویشتن ځای ته پسې راغی، ننداره کوونکي غوښتل ویرات کولي ته غاړه ورکړي او سیلفي انځورونه ورسره وباسي.
vvvvvvv له یوه مینه واله د ویرات کولي ویره او ځان خلاصول
ننداره کوونکی د ویرات کولي مینه وال و، نوموړي له لرې ځای مېدان ته راغی او ویرات کولي سره یې د غاړې ورکولو هڅه وکړه او لاسونه یې ترې تاو کړل، ویرات کولي د امنیتي ویرې له امله هغه له ځانه لرې کاوه.

دا پېښه په حېدراباد کې د ویسټ انډیز پر وړاندې په دوهمه ټېسټ لوبه کې وشوه.
virat له یوه مینه واله د ویرات کولي ویره او ځان خلاصول
له دې وړاندې ویرات کولي سره همداسې پېښه د هغه د واده پرمهال هم شوې وه، یو سړی له اویا مترۍ څخه د ویرات کولي خواته راغلی و او بیا یې هغه سره د غاړې ورکولو هڅه کړې وه.
کله چې حېدراباد کې ویرات کولي سره ننداره کوونکي د ځان لګولو هڅه کوله؛ نو بیا امنیتي ساتونکي راغلل او ننداره کوونکی یې له مېدان څخه وویست.
په اخېستل شوو انځورونوکې لېدل کېږي، چې هلک ویرات کولي ته ځان نږدې کوي او هغه یې له ځانه د لرې کولو هڅه کوي.
vvvv له یوه مینه واله د ویرات کولي ویره او ځان خلاصول
د لوبې پرمهال مخکې هم کولي د راجکوټ په لوبغالي کې د خپل یوه مینه وال همداسې کړنې سره مخ شوی و.
انځور کې لېدل کېږي، چې هلک توره اوږده ږیره لري او له ویرات کولي د غېږې اخېستلو هڅه کوي.
دا په نړۍ کې عامه خبره ده، چې هرڅوک له یو مشهورشخص، لوبغاړي، سیاستوال، فلمي ستوري او نورو سره د انځور اخېستلو هڅه کوي؛ خو ځېنې وختونه داسې کېږي، چې امنیتي پېښې رامنځته کېږي او ډېره خوش باوري د یو مهم شخص ژوند واخلي.
Nizai له یوه مینه واله د ویرات کولي ویره او ځان خلاصول