راپور: بشر درویش
افغان چارواکي وايي، په فاریاب کې څه باندې ۲۴۰ زره کورني څاروي واکسینیږي.
د افغانستان د اوبو لګولو، مالدارۍ ا زراعت وزارت د مسوولینو له قوله یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې فاریاب ولایت کې د څارویو د ساري ناروغیو له ډلې د بروسلوز او طاعون پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل شوی دی.
سرچینې زیاته کړې؛ ددې کمپاین په لړ کې د حیواني کلینیکونو له لارې ۲۴۰ زره او ۴۴۰ کورني څاروي له ډلې وري، وزې، خوسکۍ او شېدې ورکوونکي غواوې واکسینیږي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان مالداران تل شکایت کوي چې د لازمو درملو نه شتون له امله یې هر کال ګڼ څاروي مري او ستر زیان ور رسیږي.
ددې ترڅنګ ددوی مالونو ته بل لوی ګواښ د موسمونو بدلیدل ښودل شوي چې په وینا یې په ځینو ولایتونو کې د ډیر اورښت له امله ددوی مالونو ته زیان رسیږي او ان د ډیرو څارویو د ضایع کیدو سبب ګرځي.
باید وویل شي چې مالداران هڅه کوي چې په یخ موسم کې نسبتاً تودو ولایتونو لکه ننګرهار ته ولاړ شي، څو خپل مالونه له سړې هوا روغ وساتي. وروستیو سختو جنګ جګړو یې پر دغه وضعیت هم منفي تاثیر کړی دی او ډیر کله د تګ راتګ امکان یې کم وي.