له بده مرغه زموږ خلک سره له دې چې ډیر یې روغتیایې مرکزونو ته لاسرسی لرې بیاهم لومړی خپله ډاکټري تجربه کوې، بیا له درمل پلورونکې سره په ګډه خپله درملنه کوې او چې کله بابیړی وکړې او خراب شي نو روغتیایې مرکز یا ډاکټر ته ورځي.
دغه دود دافغانستان په څېر بې وزلو هیوادونو کې نه یوازې خپله ناروغانو ته خطرناک او ژوند ګواښونکی دی، بلکې په لنډمهاله او اوږدمهاله توګه ګڼ ټولینز زیانونه هم لري.
ډاکتران کلونه کلونه په همدې اړه زده کړې کوي چې لومړۍ د انساني وجود فعالیت او جوړښت وپیژني، بیا یې ناروغۍ وپيژني او بیا د درملو په اړه پوه شي.
د یوې تشخیص شوې ناروغۍ لپاره د درملو او دوا په کارولو کې نه یوازې د درملو نوعیت او کیفیت مهم دی، بلکې د درملو اندازه ، وخت او د کارولو موده یې په درملنه کې ټاکونکي رول لري. دا هغه څه دي چې د مسلکي ډاکتر پرته بل هیڅوک پرې په سمه توګه نه پوهیږي چې کوم درمل، په کومه اندازه، د څومره وخت او د کومې ناروغۍ لپاره وکارول شي؟
غواړم پر خپل سر د درملو د کارولو زیانونه په فردې او ټولنیزو برخو وویشم او له تاسو سره ېې شریک کړم.
لومړۍ برخه: هغه زیانونه چې خپله رنځور ته رسیږې
۱-: کیدای شي درمل او رنځ پخپلو کې هیڅ اړخ ونه لګوي چې له یو لورې د بې ځایه لګښت او له بل پلوه دناروغۍ دپرمختګ سبب کیږې.
۲-: که چېرې درمل له ناروغۍ سره سم هم وي کیدای شي اندازه او موده ېې سمه ونه ټاکل شي چې لاندې زیانونه به ولرې:
ناروغې به پرمختګ وکړي او خطرناکو پړاوونو ته به ورسيږي.
مکروبونه به له دې درملو سره مقاومت پیدا کړي او بیا به پرې مناسبه اندازه درمل هم اغېز نه کوي.
که ناروغې ښه هم شي کیدای شي، کیدای شي د درملو ناسمه اندازه ددې سبب شي چې له یو څه مودې وروسته بیرته راوګرځي چې پدې وخت کې یوه ساده ناروغې پرمختللو درملو ته اړتیا پیدا کوي.
کیدای شي ناروغ پر خپل سر داسې درمل وکاروي چې دطبابت د اصولو له نظره به هیڅ د منلو نه وي او په دې موده او ناروغۍ کې به د ناروغ له خوا په خپل سر کارول شوي درمل هیڅ جواز ونلرې.
۳- ددرملو داسې خپلسرې کارونه او ډاکتر له لارښونې پرته له درملتونو دوا اخیستل او کارول دناروغۍ دسختیدو، دبلې پخوانۍ ناروغۍ د بیا راڅرګندیدو او حتی د مړیني لامل کیږې.
۴- همدارنګه په امیدوارو میرمنو کې دماشوم دمورزادې معلولیتونو او زیان(سقط) سبب کیږې.
۵– : اعتیاد: ځیني درمل لکه ددردونو او خوبونو ګولۍ د اعتیاد سبب کیږې چې بیرته پریښودل يې لکه د چرسو او هیرویینو د پرېښودلو په څیر ګران او ستونزمن کار دی.
دوهمه برخه: ( ټولنیز زیانونه(
1- د بې کیفیته درملو رواجیدل
که ناروغان په خپل سر درمل له درملتون اخلي نو د دواګانو په نوم د بې کیفیته درملو لپاره اسانه بازار برابریږي. دا اوس هم په ټول هیواد کې د ګاونډیو هیوادونو د بې کیفیته درملو بازار له خوراکې توکو هم ګرم دی . آن له پوه او مسلکې کسانو ېې هم لاره ورکه کړې او نه پوهېږې په کومو کمپنیو باور وکړې.
2- اقتصادې زیان
که دهیواد نفوس ۳۵ میلیونه اټکل کړو، په افغانستان کې هره کورنۍ په اوسط ډول ۷ تنه ده نو موږ پنځه میلونه کورنۍ لرو. دا چې هره کورنۍ لږترلږه دمیاشتي سل افغانۍ اضافي لګښت وکړې نو دکال شپږ سوه میلیونه افغانۍ کیږې چې زموږ په څیر غریبو هیوادونو ته ډیره لویه پانګه ده.
3- دمیکروبونو مقاومت :
بې کیفیته درمل یوازې په یو ناروغ نه بلکې په ټوله سیمه کې ددې سبب کیږي چې ددرملو په وړاندې د میکروبونو مقاومت ورځ په ورځ زیات شي. هسي نه چې دغه میکروبې ناروغۍ چې اوس د ډاکتر د سپارښتنې سره په سمه اندازه د دواړ په کارولو یې درملنه کیږي، یو ورځ به د خپل سرو درملو د کارولو له کبله دنړي په پرمختللو درملو هم د کنټرول وړ نه دي. پدې وخت کې به نه یوازې دا چې له کړکیچ سره مخ یوو بلکې د انزوا سره به هم مخ وو.نړۍ به مو دروغتیاېې ستونزو لپاره پلټې او رټې.