ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش
اینسټگرام، فیسبوک، تویټر، لینکدین، اسنپ چټ او… په مجازي نړۍ کې له نورو سره زموږ د اړیکو د ټینګښت وسایل دي.
له دې وسایلو باید ګټه واخلو خو پرې نه ږدو، چې دا شیان مو پر عاطفي اړیکو او ژوند منفي اغېز پرېباسي.
خو څنګه کیدای شي له دغو منفي اغېزو څخه په امان کې اوسوو؟
په دې مطلب کې هغه تېروتنې درسره شریکوو، چې په ټولنیزو رسنیو کې مخنیوی یي زموږ ژوند د دغو رسنیو له منفي اغېزو ساتي:
بې اجازې د چا عکس مه خپروئ
څنګه چې تاسې بې اجازې د خپل عکس د خپرولو لېواله نه یاست، دغسې نور هم دي.
مثلا: یو څوک او ملګري یي درته متنازع ښکاري. دوی که له ښه یا بد نیته ستاسې عکس خپروي، خو د هغوی د اړیکو ناندریزې او نامودبانه فضا ته په کتو سره ممکن پرتاسې منفي تبصرې، ټوکې ټکالې او ملنډې وشي.
همداسې تاسې کیدای شي ناندریز او پارونکي اوسئ. یا هغه کسان چې عکسونه یې له ښه بد نیته خپروئ، د ملنډو اوټوکو وړ شي.
دغه وضعیت تاسې هغه ته ملامتوي او اړیکې مو خرابوي. ضرور ده، چې په دې برخه کې محتاط اوسئ.
په قهرجن حالت کې ټولنیزې رسنۍ مه کاروئ
په قهرجن حالت کې هیڅ کار سم نه شي کیدای، د ټولنیزو رسنیو استعمال خو بیخي. ځکه په دغه وخت له ګڼو مسایلو سره مخ کیږئ او مجبوره یاست چې ترخې خبرې چا ته وکړئ.
دا خبرې ممکن د پوسټونو، تبصرو یا شخصي پیغام استولو په بڼه وي. خو په قهرجن حالت کې تل له ټولنیزو رسنیو لیرې اوسئ.
د پوسټونو په اړه فکر وکړئ
که یو پوسټ شریکوئ عمومي فضا او جانبي عوارض یې ټول په نظر کې ونیسئ.
مثلا: یوه بده پېښه شوې، یا کومه مذهبي ورځ ده او تاسې د چکر عکسونه، سندرې او نور شیان شریکوئ. دا نامناسب کار دی.
همدا شان تاسې که مېلمستیا ورکړې یا مو مېلمستیا خوړلې او عکسونه یې شریکوئ طبیعي ده چې غیر حاضر او نابللي دوستان او همکاران مو خپه کیږي.
پر مجازي اړیکو تکیه مه کوئ
مخامخې او مجازي اړیکې له یو بل سره ډېر توپیر لري. لکه څنګه چې تاسې په ځینو مواردو کې په مجازي اخلاص او احترام له نورو ځان خلاصوئ، پوه شئ چې نور هم دغسې درنه ځان خلاصول غواړي.
هڅه وکړئ چې د مجازي نړۍ په اړیکو، اخلاص او خواخوږیو خپلې واقعي اړیکې متضررې او هېرې نه کړي.
البته مجازي اړیکې هم د واقعي اړیکو د رامنځته کیدو یوه وسیله کیدای شي. خو دا اړخ یې ډېر جدي نه دی او که وي هم سمدستي د واقعي اړیکو بدیل نه شي کیدای.
وخت مه ضایع کوئ
د ټولنیزو رسنیو د استعمال په اړه ځان وپوښتئ، چې ولې یې کاروئ؟ ګټه او تاوان یې درته څه دی؟ او د استعمال لازم وخت او بڼه یې درته څه کیدای شي؟
له دې پوښتنو پرته او غیر له دې چې ټولنیزې رسنۍ په هدفمن ډول وکاروئ، ستاسې وخت یانې سره زر درڅخه ضایع کیږي.
له دروغو ډډه وکړئ
په واقعي ژوند او مجازي نړۍ کې دروغ ویل فرق سره لري. په واقعي ژوند کې ممکن محدودو خلکو ته په پراګنده دروغ ویلو عادت اوسئ او خپله ګوزاره وکړئ، مګر په مجازي نړۍ کې دروغ ویل درپسې سند کیږي او درد سر جوړوي.
په چټ، پوسټونو، تبصرو او بحثونو کې پوره هڅه وکړئ چې دروغ ونه وایئ او که وایئ باید پکې ګیر نه شئ.
د شخصي ژوند جزیات مه خپروئ
د شخصي ژوند له جزیاتو سره مو احتیاط کوئ. کیدای شي په دې ډول مو بد غوښتونکي د اوسیدو ځای، د کورنۍ غړي او نور معلومات ترلاسه او سرخوږی درته جوړ کړي.