د امیندوارۍ پرمهال د موبایل کارول، پر ماشوم بدې اغیزې لري

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه: مریم محمدي
د حمل په وخت کې د موبایل شعاع په ماشوم (جنین) باندې بده اغیزه لري. ځکه تر ټول حساس وخت د ماشوم ناروغۍ لپاره په بطن (نس) کې له ۱۵ اونۍ وروسته وخت دي.
ډاکتران وايي که چیرې په یاد شوي وخت کې ماشوم ته شعاع ورسیږي، د نورو زیانونو سربیره د ماشوم ذهن وده نه کوي، وزن نه اخلي او ماشوم له مغزي ستونزو سره مل نړۍ ته راځي.
ډاکتران ټینګار کوي چې میرمنې دې د امنیدوارۍ په وخت کې تر خپل وسه له موبایل، انترنټ او وای فای نه ځان لرې وساتي، دوی سپارښتنه کوي چې میرمنې دې داسې کار نه کوي چې په دې حساسه مرحله کې هم خپل ځان او هم ماشوم ته زیان ورسوي.
هغه څیړنه چې په ۱۳۰۰۰ ماشومانو شوې، چې میندو یې په ورځ کې یو یا دوه درې ځلي له موبایل نه د حمل په وخت کې استفاده کړې، داسې ماشومان یې نړۍ ته راوړي چې غیرې نومال او له هغو ماشومانو سره په مغزې لحاظ توپیر لري کوم چې میندو یې د حمل په وخت کې موبایل نه دی کارولی، همدارنګه مور هم ۵۴ سلنه د نورو ماشونو د زیږون وخت کې له ډیرو ستونزو سره مخ شوې.
د موبایل شعاع په حقیقت کې د ماشوم د حجرې د تخریب یا له منځتلو سره مخ کوي، همدارنګه ډير لوی خطرونه مور او ماشوم ته پیدا کوي.
موبایل نه د استفادې پر مهال امیندوارو میرمنو ته څه کول پکار دي؟
په لنډ ډول ډاکتران یادونه کوي چې امیندوارې میرمنې باید په دې وخت کې خپلې اړیکې محدودې کړي، هڅه دې وکړي چې تر ډيره وای فای بنده وساتي، د خبرو په وخت کې دې د موبایل غږۍ (ګوشکي) نه اسفاده وکړي، یا د موبایل غږ لوړ کړي تر څو موبایل غوږ سره په تماس نه شي.
منبع: خدامات صحت