د امریکا دفاع وزیر: تر ولسمشرۍ ټاکنو به افغانستان کې د سرتیرو شمیر کم شي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
خبر: بشر درویش

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر وايي، د ۲۰۲۰م کال د ولسمشرۍ ټاکنو پورې به افغانستان کې د سرتیرو شمیر تر ۵ زرو پورې راښکته کړي.
د دفاع وزیر مارک سپیر له فاکس نیوز سره په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د روان کال د نوامبر تر میاشتې به په افغانستان کې د متحده ایالاتو سرتیري شمیر ۵۰۰۰ ته راکم شي.
له دې وړاندې متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې به تر نومبر میاشتې په افغانستان کې خپل نظامي شتون ۴۰۰۰ تنو ته راښکته کړي.
امریکا اوسمهال په افغانستان کې ۶۰۰۰ سرتیري لري.
باید وویل شي چې پنټاګون له طالبانو سره د یوې موافقې د یوې برخې په توګه په افغانستان کې له پنځو اډو څخه د متحده ایالاتو سرتیرو وتل اعلان هم کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې تر تړون وروسته په افغانستان کې جګړه زیاته شوې چې د خلکو اندیښنه یې راپارولې.

تر اوسه د دوحې د توافق لیک له مخې باید بین الافغاني مذاکرات پيل شوي وای، خو د بندیانو د نه خوشې کیدو له امله پروسه وځنډول شوه.
اوس د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ پر ۴۰۰ بندیانو جنجال شته چې په همدې موخه یې افغان حکومت لویه مشورتي جرګه رابللې او نن یې وروستۍ ورځ ده.
د جرګي غړو په پرنسیپ کې تائید کړې چې بندیان دې د ځینو شرطونو سره خوشي کړای شي. له ډلې یې یو مهم شرط اوربند وړاندې کړی دی.