امریکا: لا هم له افغانستانه د سرتېرو پر ویستلو خبرې روانې دي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

یاران: امریکا وایې چې ولسمشرۍ ماڼۍ لا هم هڅه کوي چې له افغانستان خپل ټول امنیتي سرتېري وباسي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي وايي امریکا حکومت له له تخنیکي او لوجسټیکي ستونزو له امله نه شي کولای چې سرتېري په خپل وخت له افغانستان نه وباسي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکرې پر بنسټ باید ټول امریکايي سرتېري باید د روان کال تر مې میاشتې پورې له افغانستان څخه وځي ځکه د امریکايي سرتېرو وتل د طالبانو لپاره سور خط دی.

د ساکي په ویناد امریکا اوسنی ولسمشر جوبایدن له سلاکارانو سره د د سرتېرو په ویستلو بحثونه کوي تر څو یوه نېټه ورته ټاکي.

تر دې وړاندې هم د امریکا اوسني حکومت ویلي و چې د امریکا او طالبانو تر منځ هوکړې باندې به غور کوي.

ځیني امریکايي شنونکي بیا اندېښنې لري چې د سرتېرو تر ویستلو وروسته به دغه هوکړه څومره عملي شي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې له مخې طالبان باید له القاعدې ډلې سره خپله اړیکه پرېکړه کړي، خو لا هم دوی دغه کار نه دی کړی.

د یادونې وړ ده چې راتلونکو څو ورځو کې به د افغان سولې لپاره د ترکیې په استانبول کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ ناسته وشي خو لا هم افغان حکومت او طالبانو د دغې ناستې څرګنده نېټه نه ده واضح کړې او لا هم دواړه لوري خبرو ته چمتو نه دي.