امریکا: په هوايي برید کي مو طالب جنګیالیو ته مرګ ژوبله اړولې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

خبریال: فضل الله فضلي
په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو ویاند وايي چي تېره یکشنبه د شپې یې په میدان وردګ ولایت کي په یو هوايي برید کي ۵ طالب جنګیالي وژلي دي.
نوموړي په ټویټر کي لیکلي چي دا برید یې د طالب جنګیالیو سره د توافقانامې پر اساس د افغان ملي امنیتي ځواکونو په دفاع کي کړئ دئ.
34 Provinces Mines Info | Afghanistan mineral and extractive industries  news portal
د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لیګټ تېره ورځ (دوشنبه) په یو ټویټ کي لیکلي:

په مرکزي ولایت وردګ کي زموږ د ځواکونو هوایي برید پنځه طالب جنګیالي وژلي.


نوموړي زیاته کړې، چي دا برید د طالبانو سره د فبرورۍ د میاشتي د طالبانو د تړون سره سم ترسره سوی.
څه موده وړاندي طالبانو امریکايي ځواکونه تورن کړل، چي له توافقنامۍ څځه سرغړونه کړې او پر طالبانو یې بریدونه کړي دي.
امریکايي ځواکونو څه موده وړاندي په هلمند کي هوايي بریدونه وکړل او طالبانو ته یې سخته مرګ ژوبله واړول.
امریکايي ځواکونه ټینګار کوي، چي دوی به د افغان ملي امنیتي ځواکونو دفاع کوي او دا د توافقنامې د خبرو یوه برخه هم ده.
د افغانستان د تاوتریخوالي دوام ګواښ کوي، چي د طالبانو او د افغان حکومت د استازو ترمنځ به د سولي خبري د قطر په پلازمینه دوحه کي له منځه یوسي.