ولې لړمۍ کیږو؛ پرې د اخته کیدو او مخنیوي حللارې

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

لړمی چې په انګلیسي کې ورته (Urticaria) وایي، د بدن یو جلدي غبرګون دی، چې له خارښ لرونکو پپولونو او جلدي پړسوب سره څرګندیږي.

لړمۍ ډېر لاملونه لري، کېدای شي د درملو او یا هم د حشراتو د چیچلو له امله رامنځته شي. چې ناروغ سخت خارښ، درد او د چوخېدلو احساس لري.

د ورتیکاریا یا لړمۍ لاملونه څه دي؟

• ډېری وخت درمل د اورتیکاریا له مهمو لاملونو څخه وي.

•ځینې خواړه هم د شدیدې اورتیکاریا لامل کیدای شي. هغه خواړه چې ممکن د لړمۍ یا اورتیکاریا لامل شي عبارت د له: چالکیټ، ماهي یا کب، حبوبات، خستې، رومي بانجان، ځمکني توت، خټکي، پنیر، هوږه، پیاز، هګۍ، شېدې، مرچ او بېلابېلې مصالې چې په خوړو کې اچول کېږي.

•بله خبره دا ده، چې کېدای شي انتانونه هم له اورتیکاریا سره تړاو ولري. شدیده لړمۍ یا اورتیکاریا د تنفسي لارو له انتانونو سره مله وي. همدا راز ځینې چینجي هم کېدای شي د لړمۍ لامل کېږي، لکه :د اسکریس چینجی.

• په چاپیریال کې شته ځینې داسې څیزونه دي، چې د ډېریو خلکو ورسره لړمۍ پيدا کېږی. لکه:

۱ـ د شنو بوټو دوړې
۲ـ حشرې چې د کور په دوړو او خاورو کې وي
۳ـ د الوتونکو بڼکې
۴ـ د مالوچو دوړه او خاوره
۵ـ د څارويو له پاتې شونو سره تماس
۶ـ د سینګار توکي
۷ـ روغتیايي وسایل

د اورتیکاریا مخنیوی او درملنې لپاره څه وکړو؟

د دې ناروغۍ د درملنه او مخنیوي لپاره مو په لاندې ډول تاسې ته لارې چارې ذکر کړي:

۱: له هغو توکو، موقعیتونو او ځایونو کې له ناستې پاستې ډډه وشي، چې د لړمۍ د ډېرېدو لامل کیږي. د بېلګې په ډول نمجن ځایونه.
۲: د ګرمو مصاله لرونکو، تندو او ترخو غذاګانو له خوړلو ډډه وکړئ.
۳: هڅه وکړي چې په ډيره ګرمه هوا کې و نه ګرځئ.
۴: د پوستکي د متخصص ډاکټرانو د مشورې پرته هيڅ کله طبي کريمونه، او درمل مه استعمالوئ.
۵: هر درمل باید د پوستکي د متخصص د لارښوني سره سم استعمال شي.