د هندي سینما ستورې ارمیلا ماټونډکر؛ که مسلمانه شوم نو بیا یې په ویاړ وایم

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

اوس وخت کې سیاست ته داخله شوي د بالیوډ ستورې ارمیلا ماټوندکر د اسلام مبارک دین د قبلولو په تړاو خپل وضاحت ورکړ او ویلي دي چې اسلام یې قبول کړ نو په فحر به ووایې چې مسلمانه شوې.
په اوس وخت کې د هند مخکښ سیاسي ګوند کانګرییس غړیتوب لرونکې اداکاره ارمیلا ماټوندکر د یوه هندي ویبپاڼې سره په مرکه کې د خپل سیاسي هلو ځلو، د اسلام قبولو او خپل خاوند سره پر اړیکو غږېدلې او د هغو خلکو ذهنونه یې روښانه کړي چې د دې په تړاو په ورته پوښتنې پیدا شوې وې.
د ارمیلا او د سیاست په تړاو یې ویل کیږي چې نوموړې ځکه سیاست ته مخه کړه چې په هندي سینما کې یې نور ځای نه کېده.
خو نوموړې ویلي چې دا خبره بیخې غلطه ده ، د دې په خبره چې سیاست دې ته داسي هیڅ نوي ورنکړل چې مخکې ورسره نه وه.
د هغې په خبره دا سمه ده چې سیاست د بس کار نه دی مګر د هندي سیمنا داسې لوبغاړي هم شته چې په سیاست کې یې هم ښه کار کړی چې دې یې مثال سنیل دت ورکړی.
مېرمن ماټونډکر زیاته کړې چې سیاست ته د راتلو هدف یې د بالیوډ د تصویر لرې کول او ختمول نه وه، دا وایې که یې وګټي یا وبایلي خلکو ته به هغه ډول خدمت کوي څنګه چې وعده کړې.

سیاست ته د داخلېدو وروسته ارمیلا په خلاف د نورو ګوندونو لخوا ویل کیږي چې ارمېلا مسلمانه شوې، نوموړې تر دې وړاندې هم څو وارې د خپل مذهب د تبديلۍ په تړاو خبرې کړي خو دا ځل یې روښانه او واضح ځوابونه ویلي.
ماټونډکر ویلي:

«زه څوک یم، څه رقم یم، په خپل  ځان ویاړم، ما کله هم داسې کار نه دی کړ چې پرې وشرمېږم.»

د دې په خبره دا چې د کومې نړۍ برخه ده هلته د یو بل باندې د شاه لخوا ګذارونه، منفي تبلیغات بیخي عام دي، خو په خبره یې دا کله هم د دغه تبلیغاتو برخه نه ده جوړه شوې.
هغه زیاتوي د دې په تړاو د مذهب خپرېدونکو خبرو بیخې حیرانه کړې، دا وایې تر اوسه هندوه ده او په هندویزم باور لري.
ارمیلا لا پسې زیاته کړې که چېرته یې د اسلام دین قبول کړ نو  په ویاړ به ووایې چې مسلمانه ده، دا یې شخصي مسایل دي او هیڅ څوک په دې کې کار نه لري چې مذهب یې څه دی.
د یادولو ده چې فلم ستورې او سیاستوالې ارمیلا ماټوندکر په ۲۰۱۶ کال کې کشمیري ماډل او تجار محسن اختر سره واده وکړ چې تر هغې وروسته سیاست کې هم د هندو انتها پسندو ډلې او بي جي پي ډلې له لورې ورپسې منفي تبلیغات شروع شول، چې ګنې نوموړې د اسلام دین قبول کړی.