لیکنه: بهار سمسور
عمر اکمل د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې د مېډل ارډر (منځینۍ برخې)توپ وهونکی دی،خو کم و زیات دوه کاله کیږي،چې له ملي لوبډلې پاتې دی.
عمر اکمل چې دا وخت د کاناډا په تجارتي لیګ کې بوخت دی پر پخواني پاکستاني لوبغاړي منصور اختر تور پورې کړی، چې نوموړي څخه يې په ګلوبل شل اوريز لیګ سيالیو د درغلۍ کولو غوښتنه کړې، خو ده رد کړې ده.
د عمر اکمال په وينا چې ده ددغې پيښې په اړه سمدستي پاکستان کريکټ بورډ د فساد ضد کميټې ته هم خبر ورکړی دی.
عمر اکمال چې د کاناډا په ګلوبل شل اوريزو سيالیو کې د وینيپګ هاکس لوبډلې په ګټه لوبه کوي وايي؛ منصور اختر ترې غوښتي و چې په سيالیو کې ښې لوبې ونکړي.
د پاکستان دا پخوانی ۶۱ کلن لوبغاړی منصور اختر په کاناډا ګلوبل تجارتي لیګ کې د همدې لوبډلې سره په اداري برخه کې دنده هم تر سره کوي.
د دې تجارتي لیګ مسؤلینو هم د عمر اکمل دا خبره تأید کړې او خپل کار یې هم پیل کړی دی.عمر اکمل په داسې وخت ورته د مېچ فېکسېنګ (لوبې جوړونې) د وړاندیز خبره په ډاګه کوي، چې د لوبې په جوړونه مېچ فېکسېنګ کې پاکستاني لوبغاړي نوم لري او په نړیواله کچه د فساد په درجه بندۍ کې لومړی مقام له ځانه سره لري او دا وخت زیاتره پاکستاني لوبغاړي پر همدې ګنا د کریکټ لوبې له بندیز سره لاس او ګریوان دي.