د اسراییلو ملي سرود د لومړي ځل لپاره په عربي اماراتو کې وغږول شو

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

اسراییل، چې اسلامي نړۍ ترې خورا نفرت لري، په لومړي ځل یې په متحده عربي اماراتو کې ملي سرود غږول شوی.
ورزشي سیالۍ
راپورونه ښیي، چې دا سرود د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې د جودو ورزشي سیالیو پر وخت غږول شوی دی.
ویل شوي، چې د اسراییلو ملي سرود په یادو سیالیو کې د یوه اسراییلي لوبغاړي تر اتلولۍ وروسته غږول شوی دی.
د خوښۍ اوښکې
د اسراییلو د فرهنګ او ورزش وزیر میري ګرف، چې په دغو مراسمو کې یې برخه لرله، له ډېرې خوښۍ یې اوښکې راغلې.
یو شمېر عربي رسنیو د هغه د اوښکو تویولو دغه صحنه ډېره خپره او په خبري سرټکو کې راوسته.
عام دود او ټکر
په نړیواله کچه دا دود ده، چې د مشترکو لوبو پر وخت معمولا د سیالیو د ټولو برخه والو هېوادونه ملي سرود غږول کیږي.
په متحده عربي اماراتو کې د اسراییلو د ملي سرود غږول که له یوې خوا د دغه عام دود له مخې طبیعي خبره وه، خو له بلې خوا له اسراییلو سره د ټولې اسلامي نړۍ؛ بالخصوص د عربي نړۍ د حساسیت او مخالفت له کبله دغه کار عجیب و غریب و.
د اماراتو او اسراییلو اړیکې
متحده عربي امارات، چې په ۱۹۷ کې یې له برتانیې څخه خپله ازادي واخیسته، له پیله یې هڅه کوله څو له اسراییلو سره زیات په ټکر کې نه وي.
متحده عربي اماراتو پخپله دومره ماضي کې یوازې دوه ځلې، هغه هم په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کې پر غزې د اسراییلو د بریدونو په غبرګون کې له اسراییلو سره خپلې سوداګریزې اړیکې پرې کړې.
دغه هېواد په ۲۰۱۰ کې بیرته له اسراییلو سره خپلې اقتصادي اړیکې پیل کړې.
په ۲۰۱۴ کې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر په فرانسه کې له خپل اسراییلي سیال سره ولیدل او د اړیکو پر پیاوړتیا یې ورسره خبرې وکړې.
پرعربي هېوادونو نیوکې
پرعربي هېوادونو تر نورو اسلامي هېوادونو له دې کبله زیاتې نیوکې کیږي، چې د اسراییلو د یرغلګر او تپل شوي رژیم د پرځولو او له ظلمه یې د فلسطینیني مسلمانانو د خلاصون لپاره مخلصانه او یو موټی کار نه کوي.
عربي هېوادونه؛ بالخصوص سعودي عربستان چې د نړۍ یوه لویه نفتي سرچینه ده، د اسراییلو له ملاتړو لویدیزو قوتونو سره خورا دوستانه اړیکې لري.