ترکیه او د‌ زندان مړينه؛ يوه وکيله د ۲۳۸ ورځو غذايي اعتصاب له امله مړه شوه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
راپور: نسیمه محمدي

یوې ترکۍ وکیلې د ۲۳۸ ورځو غذايي اعتصاب وروسته د استانبول په روغتون کې ساه ورکړه.
ابرو تیمتیک په نوم د (استانبول د چاغداش حقوقپوهانو ټولنې وکیله) چې د «آزادۍ جبهه کې د انقلابي خلق غړې» او د ۲۰۱۸م راهيسې په زندان کې وه، د خوړو د ۲۳۸ ورځني اعتصاب وروسته ومړه.
د راپورو پر اساس تیمتیک د محکمې د پرېکړې له مخې د ۱۳ کاله او ۶ میاشتو سزا ټاکلې وه، د آزادۍ جبهې او د خلق انقلاب ګوند د غړیتوب په تور، د محکمې په فیصله اعتراض کړی وو او د منصفانه قضاوت غوښتنې په خاطر یې اعتصاب پیل کړی و، چې بلاخره پرون د جمعې سهار د اګسټ په ۲۸مه له نړۍ سترګې پټې
ويل شوي؛ چې هغه به نن شنبه د «غازي استانبول په سیمه» کې خاورو ته وسپارل شي.
په دې اړه د خلق ډموکراټیک کُردي ګوند(HDP) د ابرو مرګ په اړه ویلي چې د ترکیې حکومت د تیمتیک د مرګ مسوول دی.
یاد ګوند ویلي چې تیمتیک د عدالت او پراختیا ګوند(AKP) د سیاستونو په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د اورنسل ورځپاڼې په حواله، HDP د دې بیانیې په دوام کې د یوه بل بندي په اړه ويلي:

«له حکومت بېړنۍ غوښتنه لرو. د بل کس د مرګ زغم نه لرو. آیتاچ اونسال ژر تر ژره خوشې کړئ. د عادلانه پرېکړې حق دې ورکړل شي او په روغتون کې دې د درملنې لاندې وي. له عمومي افکارو هم غوښتنه لرو. موږ ټول باید اونسال ژوندی وساتو. نباید د اونسال ژوند سیاسي حاکمیت ته وسپارو. ژمنه کوو د عدالت کوم بېرغ چې تیمتیک په مېړانه پورته کړې په ستر ویاړ سره ولېږدوو. دې مسئلې ته په پام سره چې د تیمتیک هیله د ټولو ټولنو ګډه غوښتنه ده، د حقوقو او عدالت لپاره مبارزه به ټول په ګډه پر مخ وړو.»

اروپايي ټولنې هم د دغې ترکۍ وکیلې د عدالت د پلي کېدلو په خاطر غذايي اعتصاب له امله د مرګ په غبرګون کې، له آنقرې وغوښتل، چې خپل قضایي سیسټم اصلاح کړي.

د اروپاپي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزف بورل، ویاند ویلي؛ اروپايي ټولنه د ۴۲ کلنې ابرو تیمتیک ترکۍ وکیلې او نورو نیول شویو فعالان مسئله څاري.
د جوزف بورل ویاند زیاته کړه:

«تمه لرو، چې ترکیه د دې ډول مسایلو، چې د ترکیې او اروپايي ټولنې د دوه اړخیزو اړیکو په محراق کې ځای لري، د ښه‌والي لپاره هڅه وکړي او په موجوده قضايي سیسټم کې د منافذو تړلو لپاره رښتیني اصلاحات تر سره کړي.»

د ترکیې د «د ملت قانون» شرکت وکیلانو اعلان کړې، چې«ابرو تیمتیک» چې د تروریستي سازمان سره د اړیکې په تور نیول شوې وه، د جمعې په سهار د ۲۳۸ ورځو اعتصاب وروسته د استانبول په روغتون کې ساه وکړه.
باید وویل شي چې اروپايي ټولنې له دې وړاندې ترکيې ته په مدیترانې بحیرې کې د کېندونو له امله خبرداری ورکړی دی.