
ژباړه عایشه حیدري
د ترکیې روغتیا وزارت ويلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۵۵ زرو تنو څخه زیات کسان په کورونا اخته شوي دي.
د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د ترکیې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د کورونا تر ټولو ډېر شمېر ۵۵۳۲ موارده ثبت شوي دي. چې د دغه شمېر له ثبتولو سره په ترکيې کې د کوویډ۱۹ ناروغانو شمېر ۴۴۰۸۰۵تنو ته ورسید.
د دغه وزرات د راپور پر بنسټ، په یوې شپې ورځې کې ۱۳۵تنه د کورونا وایروس له امله مړه شوي دي چې له دې سره په ترکیې کې د کورونا وایروس له امله د مړينو شمېر ۱۲۲۱۹تنو ته ورسېد.
د ترکیې د روغتیا وزرات زياتوي چې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې ۳۲۳۳تنه رغېدلي او له روغتونو څخه رخصت شوي دي او له دې سره په دې هېواد کې له کورونا وایروس څخه د رغېدلو کسانو شمېر ۳۷۰۸۲۵تنو ته ورسېد.
دغه شمېر تر ټولو لوړ شمېر دی چې په دغه هېواد کې ثبت شوي دي، په داسې حال کې چې د اپریل په میاشت کې یوازې ۵۱۳۸تنه اخته شوي وو.
د یادونې وړ ده چې کوویډ۱۹ ناروغۍ په لومړي ځل د ۲۰۱۹ کال د ډيسمبر میاشت کې د چین د هوبئي ولایت مرکز ووهان ښار کې را څرګنده شوه او په خورا چټکتیا په ټولې نړۍ په پانډمي باندې بدله شوه.
د روغتيا نړيوال سازمان د مارچ پر يوولسمه اعلان وکړ چې کوویډ۱۹ ناروغي په ټولې نړۍ کې په يوې هر ټول نیوونکې ناروغۍ بدله شوې ده.