خبر: نسیمه محمدي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ وایي هېواد یې د نظامي پرسونل له لاسه ورکولو پرته، په منځني ختيځ کې د سولې رامنځته کېدلو په هڅه کې دی.
د راپورونو پر اساس، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ، سه شنبه د یوې غونډې په بیانیه کې، چې له ABC څخه خپرېده په پنسلوانیا کې وویل:
“امریکا د نظامي پرسونل له لاسه ورکولو پرته په منځني ختیځ کې د سولې په لټه کې دی.“
هغه وویل:
” د دې پر ځای چې د جنګ په اړه خبرې وکړو، باید پوه شو، چې نن مو څه لاسته راوړي. موږ په منځني ختیځ کې، پرته له دې چې خپل سرتېري له لاسه ورکړو، د سولې لپاره هڅه کوو.“
نوموړي یادونه وکړه، چې د هغه په مدیریت کې له افغانستان او عراق څخه په قسمي ډول امریکايي ځواکونه بهر شول.
ټرامپ وویل:
“ما له افغانستان او عراق څخه سرتېري بهر کړل. “
پر دې سربېره ټرامپ وايي، چې موږ تقریباً ټول ځایونه پرېښودل، خو دوی وايي، چې تاسې د جنګ لپاره هڅې کوئ.
ټرامپ زیاته کړه:
” شمالي کوریا ته وګورئ، هر څه په هماغه ډول پاتې دي، موږ د هغوی سره جوړ راتلای شو، ما د دغه هېواد له مشر، کیم جوون اوون سره جوړ راځم، مخالفانو ویل چې جګړه به وشي. که دا ډول حالت د ولسمشر بارک اوباما یا هېلارې کلېنټون پر وخت وای، ممکن د شمالي کوریا سره یوه جګړه حتا یوه هسته یي جګړه شوې وای. “
وړاندې تر دې د سه شنبې ورځې په لومړیو کې په واشنګتن د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان او عبدالطیف الزلیاني، د اړیکو د عادي کولو لپاره هوکړهلیک لاسلیک کړ.
ټرامپ د هوکړهلیک تر لاسلیکولو وړاندې ډاډ څرګند کړ، چې دا هوکړهلیکونه په منځني ختیځ کې د جامع سولې لپاره بنسټ وي.