ټرمپ نور نه شي کولی پر ټویټر څوک بلاک کړي – د امریکا فیډرالي محکمه

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د سه شنبې په ورځ د امریکا د استناف یوې فیډرالي محکمې حکم وکړ چې ددې هیواد ولسمشر ډنالډ ټرمپ د خپل ټویټر له اکاونټ څخه د هغو کسانو په بلاک کولو چې دده یې نظریات یا انتقادونه نه دي خوښ، د امریکا له اساسي قانون څخه سرغړاوی کوي.
د نیویارک په منهاټن کې د قاضیانو درې کسیز هییت په دې اړه تیر کال د فیډرالي قاضي هغه پریکړه تایید کړه چې ویلي یې وو له خپل ټویټر اکاونټ څخه د مخالف نظر د خلکو په بلاک کولو ولسمشر ټرمپ د ” لیدلوریو ترمنځ تبعیض“ کوي او د مخالف لیدلورې د مخنیوي هڅه کوي. د محکمې په وینا دا د امریکا د اساسي قانون له مخې د وګړو د مخالف لیدلورې د لرلو له حق سرغړاوی دی.
د محکمې په حکم کې راغلي د امریکا د اساسي قانون لومړی تعدیل د عامه ادارې یو چارواکي ته چې خپل د سوشل میډیا اکاونټ د ټولو رسمي چارو لپاره کاروي، ددې اجازه نه ورکوي چې یو څوک له دې کبله له پرانیستي انلاین ډیالوګ لرې کړي چې ګوندې د هغه نظر یې نه دی خوښ.
د ټویټر یو شمیر کارونکو او په امریکا کې د اساسي قانون څارونکو فعالانو د ټرمپ خلاف محکمه کې قضیه ثبت کړې او هغه یې تورن کړی چې په غیرې مناسبه توګه د خپلو سیاسي مخالفانو تبصرې بلاکوي، او د هغوی د نظر مخه نیسي.
د امریکا د عدلیې وزارت یوې ویاندې د استناف د محکمې ددې حکم په وړاندې استدلال کړی او ویلي یې دي، د محکمې پریکړې مایوسه کړي. دې ویاندې ویلي دوی به په نورو اقدماتو غور وکړي.
سپینې ماڼۍ په دې اړه له تبصرې کولو ډه ډه کړې.
ولسمشر ټرمپ چې تر ډیره د خپلو خبرو او څرګندونو لپاره د خپل ټویټر اکاونټ کاروې، په ټویټر کې د هغو کسانو چې دده مخالف دي د پرلپسې نیوکو، انتقادونو او تمسخر سره مخ کیږي.
نوموړی که څه هم ټول منتقدان نه بلاک کوي او یا یې لاس نه ورسیږي، خو وخت ناوخت یاد سیاستوال او اشخاص جې دده پر ټویټونو انتقادي تبصرې کوي لع تبصرې کولو بلاک کوي.
داسې ښکاري چې د امریکا د فیډرالي محکمې دا نوې پریکړه به د ټویټر په کارونه کې د ولسمشر ټرمپ په وړاندې نوې ننګونې راپورته کړي.
اوس تر هغې چې ټرمپ د محکمې د وروستۍ پریکړې د ننګولو قانوني لار نه وي موندلی، نوموړی نه شي کولی څوک د مخالف نظر د لرلو په خاطر له خپل ټویټر بلاک کړي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.