ټرمپ له مجبورۍ ځانته ټولنیزه شبکه جوړه کړه

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې د بیا ننوتلو هڅه د ټویټر له لارې ناکامه شوې.

د ټویټر ادارې په حواله، یو ټویټر اکاونټ چې د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پیغامونه استوي د قوانینو سرغړونې له امله ځنډول شوی.

داسې انګیرل کېږي، چې ټویټر د غلطو خبرونو خپرولو او قواعدو سرغړونې له مخې د ډونلډ ټرمپ حساب بند کړی و.

فېسبوک هم د ډونلډ ټرمپ حساب هم ځنډولی دی، ځکه چې هغه د ټولنیزو رسنیو اکونټونو له لیارې د متحده ایالاتو کانګرس باندې د برید لپاره خلک هڅولي ؤو.

ډونلډ ټرمپ د ټویټر او نورو ټولنیزو رسنیو لخوا د منع کیدو یا بندیز وروسته د کمیونېکشنز په نوم خپله ټولنیزه رسنۍ “پلیټ فارم” معرفي کړ.

دغه ویب ‘پلیټ فارم’، چې د کمیونېکشنز په نوم یادېږي، ویل کېږي چې د پخواني ولسمشر ډونالنډ ټرمپ پېغامونه به ورڅخه خپرېږي.

خلک به په دې پلېټ فارم کې د دې وړتیا ولري، چې د بریښنالیک او تلیفون شمېرو په مرسته د پوسټ خبرتیاؤ لپاره شراکت وکړي او د نورو خلکو خپرونې خوښې کړي.

د دغه پلېټ فارم استعمالونکي به دا هم کولی شي، چې د ډونالډ ټرمپ پوسټونه په فیسبوک او ټویټر کې شریک کړي.

له ټویټر څخه د شریکولو اختیار دا مهال پدې پلیټ فارم کې کار نه کوي، خو په فېسبوک کې یې دا اسانتیا چمتو کړې. ډونلډ ټرمپ به ورو ورو وکولی شي د خپلو ملاتړ کونکو سره مستقیم تماس ونیسي، خو دا لا روښانه نده چې دا به څنګه او څومره وخت کې امکان ولري.

دا پلیټ فارم یې وروسته له هغه رامنځته کړ، کله چې د متحده آیالاتو د پخواني ولسمشر حسابونه (اکونټونه) د فېسبوک او د هغه په ملکیت نورو ټولنیزو رسنیو پلیټ فارمونو باندې بندیز ولګول شو.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.