د ډونالد ټرمپ خور: ورور مې ظالم او درواغجن دی

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
راپور: مهر تاج

د امریکا  د ولسمشر “ډونالد ټرمپ” خور (میریاني ټرمپ ییري) ویلي، چې  ډونالد ټرمپ خپل ژوند کې هېڅ ډول اصول نه لري .د دۀ لار او غوښتنه صرف د ملاتړو خوشاله ساتل دي او بس.
د ډونالد  ټرمپ د وریرې  په کتاب کې د ټرمپ په هکله ځینې  ډېري نوي او نه هېردونکي موضوعات لیکل شوي دي.

د خپلې کورنۍ له غړو سره د ټرمپ د وړوکوالي انځور

د کتاب نوم دی:

«ډېر زیات او هېڅکله هم بس نه دی، څنګه زما کورنۍ د نړۍ تر ټولو خطرناک سړی زېږولی دی.»

په دې وروستیو کې د ولسمشر ټرمپ د پخواني ملي امنیت سلاکار “جان بولټن ” جنجالي کتاب  هم خپور شوی وو.
هغه وخت یې حکومت د خپریدو د مخنیوي لپاره هڅې وکړې، خو ناکامې شوې.
خپریدونکي یې د امریکا د اساسي قانون د هغې مادې له مخې د خپرولو حق دفاع وکړه چې د بیان ازادي پکې تضمین شوې ده.
د ټرمپ د شخصي ژوند په هکله کتاب (ډېر زیات او هېڅکله هم بس نه دی؛ څنګه زما کورنۍ د نړۍ تر ټولو خطرناک سړی زېږولی) خپروونکې باندې هم محاکمه کې د ټرمپ د ورور لخوا عریضه شوې وه او د ټرمپ ورور ویلي ؤ؛ دغه کتاب کې زموږ په کورنیو اړیکو بحث شوی دی، چې موږ نه غواړو زموږ کورني او شخصي موضوعات مو نړۍ ته بربنډ شي.
د (ډېر زیات او هیڅکله هم بس نه دی؛ څنګه زما کورنۍ د نړۍ تر ټولو خطرناک سړی زېږولی)  کتاب لیکواله   ۵۵ کلنه  “مري ټرمپ”  د ولسمشر ټرمپ د مشر ورور “فرېډ ټرمپ جونیر ” لور ده، چې هغه ورور یې په ۱۹۸۱ کال په ۴۲ کلنۍ کې مړ شوی.

له کیڼ لوري، رابرټ، الیزابېت، فرېډ، ډونلډ او مریاني

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې؛ یوۀ خبر کې ویل شوي دي، چې په ٢٠١٨ کال کې د ټرمپ د خور “میریان ټرمپ ییري” او د وریرې تر منځ  یو تلفوني مکالمه هم ثبت شوي ده، پدې مکالمه کې ویل شوي دي،  چې ټرمپ د کانکور په ازموینه کې هم فساد کړی وو، او په خپل ځای یې بل کس ازموینې ته لیږلي وو، چې  په دې توګه نننی ولسمشر  ټرمپ د کانکور ازموینه کې بریالی شوی وو .
د ټرمپ د وریرې په دې کتاب کې ډیرې نورې په زړه پوري خبرې او رازونه هم شتون لري .