ټرمپ په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کې یوازې ۷۵۰ ډالره مالیه ورکړې

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د «نیویارک ټایمز» ادعا کوي چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په 2016 او 2017 کلونو کې یوازې په کال کې 750ډالره مالیه ورکړې.
د نیویارک ټایمز په حواله، ډونالډ ټرمپ په خپل لومړي کال کې په سپینه ماڼۍ کې 750 ډالره مالیه ورکړې، په داسې حال کې چې ټرمپ د تېرو 15 کلونو په 10 کلونو کې هېڅ مالیه نه ده ورکړې.
د راپور له مخې، تر 2018 کال پورې، ټرمپ د رئیلیټي ټلويژن (حقیقت تلویزیون) برنامې په شمول د نورو جواز ورکولو معاملاتو څخه 427.4 ملیون ډالر عاید کړی.
د نیویارک ټایمز راپور زیاتوي، چې ټرمپ د خپلو عایداتو سربیره په 2018 کال کې د4 میلیون او 47 ډالرو زیان ښودلی دی.

1 Comment

Comments are closed.