ترکیه او سیاحت؛ دا ښارونه یې د لیدو دي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه: بشر دروېش
ترکیه د نړۍ له ښکلو سیاحتي هېوادونو څخه ده؛ خو کوم ښارونه یې ډېر ښکلي او د لیدو دي؟
په دې مطلب کې به یې درته ځواب ووایو:
ولې ترکیه؟
– مسلمان هېواد دی، اسلامي، تاریخي او فرهنګي مشترکات ورسره لرو.
– د نورو هم سویه هېوادونو په نسبت پکې لګښتونه ارزانه دي.
– غوره ۵ ستوریز هوټلونه، دودیزه تفریح، حمامونه، با کیفیته او عالي خوراکونه او زبردست او ارزانه لباسونه پکې موندل کیږي.
– د تفریح لپاره یې سمندري سواحل ډېر د پام وړ دي.
– موسیقي، سینما او کنسرتونو ته یې د نړۍ له مختلفو سیمو د سندرغاړو راتګ جالب دي.
ازمیر ښار

د ازمیر پیاده لارې په خورا ښکلو ډبرو فرش شوي، شاوخوا یې ښکلي رستورانتونه او وړې کافې شته.
دا یو ژوندی او ښکلی ښار دی، وخت په وخت سیمه ییزې او نړیوالې هنري جشنوارې پکې کیږي.
ازمیر ته د نړۍ له ګڼو سیمو ګرځندویان راځي، هلته که وئ تاسې به هم ګڼو فرهنګونو سره اشنا شئ.
ازمیر ښه تفریحي پارکونه هم لري، هم کلېساوې او هم لرغوني جوماتونه پکې شته.
بودروم

بودروم د ترکیې یو له ډېرو مشهورو سیاحتي سیمو څخه ده. دلته ډېر وخت خلک د خپلو رخصتیو د تېرولو لپاره راځي.
په دغه سیاحتي سیمه کې نړیوال شهرت لرونکي تفریحي کښتۍ موجودې دي.
بودروم جالب توریستي ځایونه، ښکلي سواحل، فوق العاده ښایسته هوا او تاریخي او طبیعي سیمې لري.
د دغه ښار په رستورانتونو کې خوندوره شپنۍ موسیقي او دودیزه نڅا هم ځانګړی خوند لري.
کوش آداسي

کوش آداسي د ترکیې یو ښکلی بندري ځای دی. دا ساحلي ښار ښایسته جزیرې او نور تفریح ځایونه لري.
د یاد شوي ښار د اوبو حوضونه، رستورانتونه او تاریخي سیمې هم د پام وړ دي.
آنتالیا

د دې ښار د اوبو مشهور پارک آکوالند(AquaLand) خو حتما ووینئ. د دغه پارک ترڅنګ یاد شوی ښار د مسیحي مذهبو لپاره خورا مهم دی.
دلیل یې دا دی، چې ۳ سوه کاله مذهبي لرغونتوب ورته لري. په دې ښار کې هم ګرځندویانو ته ډېر لازم امکانات موجود دي.
استانبول

استانبول د ترکیې تر ټولو ډېر مهم او له ګرځندویانو ډک سیاحتي ښار دی. دا ښار په نړیواله کچه د ګرځندویانو د ډېر پام وړ درېیم ښار دی.
استانبول خورا ډېر سیاحتي ځایونه لري، هم د سوداګرۍ لپاره مهم دی او هم د عادي شیانو د اخیستو لپاره قیمتونه پکې مناسب او کیفیتونه لوړ دي.
که ترکیې ته ځئ، اول او مهم هدف مو باید د استانبول تماشه وي.استانبول ته کوشش وکړئ، چې په مني کې لاړشئ.
دا ښار به مو د مني رنګینۍ څو چنده زیات کړي.
د استانبول هوټلونه او خوراکونه یې؛ سوناګانې او حمامونه یې، په خاص ډول ماساژ یې د هېرولو نه دي.
دا ښار مشهور تاریخي قصرونه هم لري، په هر لحاظ د لیدو ځای دی.