د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، تر اوسه ۱۵۰۰ میلیون افغانۍ څخه زیاتې پیسې د بې اسنادو موټرونو ثبتولو له لارې د دولت خزانې ته راغلي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د شپږنیمو بجو په ناسته کې ویلي، چې د مالیي وزارت څخه د معلوماتو پر بنسټ تر اوسه له ۱۵۰۰ میلیونه افغانیو زیاتې پیسې د بې اسنادو موټرونو ثبتولو له پلوه د دولت خزانې ته راغلي دي.
صالح زیاته کړې، چې متاسفانه تر اوسه د غلط لاس موټرونو ته د اسنادو د توزیع لایحه لا نده بشپړه شوې او اطمینان یې ورکړی چې د روانې اونۍ تر پایه پورې به بشپړه شي.
دا په داسې حال کې ده چې نږدې یوه میاشت مخکې امرالله صالح د خپل شپږ نیمو بجو ناستې له لارې ترافیکو ته دنده ورکړه چې بې لاسه او بې اسنادو موټرونه جریمه کړي او اوس هم خبر ورکوي چې له دې لارې یې ۱۵۰۰ ملیونه افغانیو څخه ډېرې پیسې د دولت خزانې ته زیاتې کړي دي.
د بې اسناده موټرونو له امله ډېری وخت کابل ښاریان شکایت کوي چې په ښار کې ډیری ستونزې د بې اسناده موټرونو له امله رامنځته کیږي.
خو بل خوا ځینې چارواکې له واکه د ناسمې ګټې اخیستنې له کبله له قانون سرغړونه کوي او ډېر کله خپل چارې کړنې ترسره کوي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د ګڼ شمېر سياسي ګوندونو مشرانو، مدني فعالانو، د ژورنالېستانو ټولنې هم د کابل په ګډون د هېواد د امنیتي وضعیت او د بې اسنادو موټرونو د تګ راتګ له امله شکایت کړی و.
په دې وروستيو کې په کابل او ولايتونو کې ګڼ شمېر خلک په هدفي وژنو کې وژل شوي چې د ډېرو په وژنه کې له بې اسنادو او یا هم له بې پلیټه موټرو کار اخیستل شوی.
بل لورته عام موټروانان د امرالله صالح له دغې پریکړې ناخوښ دي، او شکایت کوي چې د دوی اقتصادي وضعیت کمزوری او د اسنادو په جوړولو زیاتې پیسې راځي.